جلال اباد (پژواک، ۳۰ غويی ٩۶): د کډوالو د نړيوال سازمان (IOM) عمومي مرستيالې لورا ټامسن وايي چې پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی په رسميت پېژندلو لپاره ژمن شوی دی.
لورا ټامسن چې افغانستان ته يې د بېرته راتلونکو کډوالو د وضعيت ليدو په خاطر تورخم ته سفر کړی، دا څرګندونې د غويي په ۳۰مه په تورخم ښارګوټي کې له رسنيو سره د خبرو پرمهال وکړې.
هغې زياته کړه، افغانستان ته يې د سفر موخه د افغان کډوالو وضعيت څارنه ده، څو وګوري هغه مرستې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان يې افغان کډوالو سره ترسره کوي، پرځای مصرفيږي او کنه.
مېرمن ټامسن زياته کړه: ((دلته مې له افغان چارواکو سره وکتل، دغه راز مې له خپلو بشري همکارانو سره وکتل او دوی سره مو په دې همغږي وکړه چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.))
د هغې په وينا، د تورخم له سرحدي ښارګوټي څخه يې د لنډې ليدنې پرمهال وليده چې مرستې په شفاف شکل ورکول کېږي او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات شوي.
نوموړې وويل، په صفري نقطه کې د کډوالو انلاين ډېټابېس کې راجستر هغوی ته دا زمينه برابره کړې چې د افغانستان هر ګوټ ته د تګ او هلته د مېشته کېدو پرمهال لازمې مرستې ترسره کړي.
لورا ټامسن وايي:((دغه ډيټابېس موږ او نورو مرسته کوونکو ته دا په ګوته کوي چې راتلونکي کډوال چېرته مېشت شوي، نو کله چې موږ وغواړو هغوی سره مرسته وکړو؛ نو په ډېرې اسانۍ سره يې پيدا کوو.))
د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان عمومي مرستيالې دغه راز وويل، پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه له دې سازمان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.))
ټامسن وايي: ((پرته له شکه موږ په پاکستان کې خپل دفتر لرو،هغوی په دوامداره توګه د پاکستان له حکومت سره په ارتباط کې دي، هغوی ته يې د افغان کډوالو د ستونزو د حل وړاندېزونه کړي او پاکستان هم د دغه سازمان د يو غړي هيواد په توګه ژمنه کړې چې د افغان کډوالو ستونزې به حلوي او هلته به يې په رسميت پېژني.))
د کډوالو نړيوال سازمان عمومي مشرې ډاډ ورکړ چې دغه سازمان د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په خاطر منظم پلان لري او له افغان او پاکستاني حکومت سره به په ګډه دغه پروسه بېرته خپل هيواد ته د ټولو افغان کډوالو د راتګ پورې دوام ولري.
د يادولو ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان (IOM) د عمومي مرستيالې لورا ټامسن دا دويم سفر دی چې په دغه ماموريت کې يې افغانستان ته کوي او دا يې د دغه سازمان د يو لوړپوړي مسوول په توګه تورخم ته لومړی سفر دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










