منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له بې اسناده راستنېدونکو کډوالو سره مرستې زياتيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

کابل (پژواک، ۳۱ غويى ۹۶): د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، له هغو افغان کډوالو سره چې له پاکستان څخه راستنېږي او د کډوالۍ اسناد نه لري، خپلې مرستې به ډېرې کړي.

د يادې ادارې له مطبوعاتي دفتر نه پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې  نن د کډوالۍ نړيوال سازمان مرستيالې لورا تامسون د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزير سره په ناسته کې له پاکستان څخه د بې اسناده راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د ډېرېدو خبر ورکړ .

هغه تېره ورځ کابل ته راغلې وه.

په خبرپانه کې زياته شوې، د ياد سازمان عمومي مرستيالې چې تېره ورځ يې ننګرهار ته سفر کړی و، وويل چې راستنېدونکو کډوالو لپاره د غوره خدماتو په موخه د ننګرهار ولايت د تورخم په صفري کرښه کې دوه مرکزونه پرانيستل شول .

هغې وويل چې د تېر په پرتله له هغو افغان کډوالو سره چې د کډوالۍ اسناد نه لري او هېواد ته راستنيږي، د مرستو کچه لوړه شوې چې تر دې وړاندې يواځې له ۱۰ - ۱۵ سلنه راستنېدونکو کډوالو سره مرستې ترسره کېدې او اوس د مرستو دغه کچه ۹۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

سرچينه زياتوي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په دې برخه کې د ډېرو همکاريو غوښتنه وکړه .

هغه وويل، چې د اسلام قلعه پولې له تړل کېدو وروسته هره ورځ له درې زرو څخه تر څلور زرو پورې افغان کډوال د نيمروز ولايت د ميلک پولې له لارې هېواد ته ستنېږي چې له دغې ډلې ۴۰ څخه تر ۵۰ فيصده يې بشري مرستو ته اړتيا لري او هغوى ته سم خدمات نه وړاندې کېږي.

نوموړي د کډوالۍ نړيوال سازمان څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې خپلې مرستې ډېرې کړي .

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو وزير د وزارت د معلوماتي مرکز او له اروپايي هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د يادې ادارې د مرستې غوښتنه وکړه .

د سرچينې په وينا،وروسته بيا د کډوالۍ نړيوال سازمان مرستيالې ژمنه وکړه چې نيمروز کې له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو لپاره به له ډونرانو سره خبرې وکړي او د دوى لپاره به د مرستو په لټه کې شي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال