کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): ټاکل شوې ده چې په راتلونکو اونيو کې په پاکستان کې د مېشتو ٧٠٠ زره افغان کډوالو د نوم ليکنې پروسې په پیلېدو سره د هغوى استوګنې ته قانوني بڼه ورکړل شي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل د غبرګولي په ٤مه پژواک خپبري اژانس ته وويل چې په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ په دې اړه هوکړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د دې هوکړې له مخې نن په اسلام اباد کې هوکړه وشوه چې د هغو افغان کډوالو د راجستر پروسه به د روان زېږديز کال د جولاى په ١٥مه چې د زمري مياشتې له درېيمې سره سمون خوري، پيل شي.
د مياخېل په وينا، اوسمهال شاوخوا ٧٠٠زره افغان کډوال په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي چې په دې پروسه کې به يې اوسېدنه قانوني شي.
دى وايي چې دغه پروسه به د پاکستان د احصايې ادارې (نادرا) له لوري د پاکستان د کډوالو وزارت په همکارۍ په ٢١١ مركزونو كې پيل شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستيال زردشت شمس پژواک اژانس ته وويل چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستيالۍ په مشرۍ يو لوړپوړى افغان پلاوى د غير قانوني کډوالو د موضوع په اړه د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته راغلى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه پلاوي کې د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، ماليې وزارت، قومونو او سرحدونو چارو وزارت استازي شامل دي.
نوموړي زياته کړه چې د ده په ګډون دغه پلاوي پرون د پاکستان د کډوالو چارو وزارت (سيفران) له پلاوي سره چې په کې د افغان کډوالو کمېشنر هم و، مفصلې خبرې وکړې.
شمس وايي، د هوکړې له مخې تر روژې مياشتې وروسته به په ټول پاکستان کې د غير قانوني افغان کډوالو د نوم ليکنې پروسه پيل شي.
هغه وويل چې د دغه کار لپاره به له افغانستان څخه هم يو تخنيکي ټېم راځي او د دغه ځاى له سيمه ييزو کار کوونکو او د پاکستان د مرکزي احصايې له ادارې (نادرا) سره په ګډه د افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ پيلوي.
د افغانستان د سفارت مرستيال وويل چې دا پروسه به په شپږو مياشتو کې بشپړه شي.
شمس زياتوي چې په لومړۍ پړاو کې ٢١ مراکز په پام کې نيول شي چې ١١ په خيبر پښتونخوا، ٥ په بلوچستان، دغه راز په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې هم مرکزونه پرانيستل کېږي.
login or register a new account.