کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): د هېواد د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو ډېره برخه پر ميکروبونو او مضره کيمياوي توکو ککړه ده چې د څښاک لپاره د ګټې اخيستو وړ نه دي.
کابل ښار اوسمهال د پنځه ميليونه وګړو په درلودو سره د افغانستان له سترو ښارونو ګڼل کېږي چې ډېرى اوسېدونکي يې تر اوسه پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري.
د افغانستان د چاپېريال ساتنې اداره، تر ځمکې لاندې اوبو له ککړتيا څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي چې ياده ستونزه نه يوازې په کابل ښار کې، بلکې د هېواد په نورو سترو ښارونو کې هم موجوده ده.
د يادې ادارې د پلان مشر او د چارو کارپوه محمد کاظم همايون پژواک خبري اژانس ته وويل، د کابل له ٧٠ سلنه زياتې اوبه پر مضره کيمياوي موادو او ميکروبونو ککړې دي چې د څښاک اوبو د معياري توب له اړخه د څښاک وړ نه دي، خو خلک د مجبورۍ له امله ترې ګټه پورته کوي.
نوموړي زياته کړه، د کابل سيند اوبه د زهرو په څېر د بارانونو په پايله کې د سېلابونو راوتلو له امله د ځمکې لاندې اوبو ته نفوذ کړى چې له امله يې د ځمکې لاندې اوبه پر سرطاني موادو ککړوي.
هغه وويل: "دا ستونزه نه يوازې په کابل ښار کې، بلکې د افغانستان په نورو ښارونو لکه هرات، بلخ او ننګرهار او ان په يو شمېر کليو کې هم موجوده ده چې په کليو کې په کرنيزو ځمکو کې د کيمياوي سرې او دغه راز د مضره حشراتو د له منځه وړو لپاره له کيمياوي توکو ګټه اخيستل کېږي چې دغه کار د ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا لامل ګرځي."
د چاپېريال ساتنې ياد چارواکى دا مني چې حکومت تر اوسه په دې برخه کې چې څرنګه ناپاکې اوبه پر پاکو اوبو بدلې کړي؛ تر اوسه کوم ګام نه دى پورته کړى او تر اوسه يې يادې ستونزې د عادي مسئلې په سترګه کتلي دي.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوسمهال د حکومت تر ټولو لومړنى مسووليت له دغو ککړو اوبو خبرول دي، زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد د رسنيو او او ملا امامانو په مرسته خلکو ته له پاکو اوبو د ګټې اخيستو په اړه پوهاوى ورکړي.
د چاپېريال ساتنې د پلان ادارې مشر ګواښ وکړ، که چېرې وضعيت همدا ډول دوام ومومي نو په راتلونکو کلونو کې به د کابل اوسېدونکي کډې کولو او کډوالۍ ته اړ شي؛ ځکه په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبو د بيا پاکولو امکانات شتون نه لري.
ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د هايدرولوژۍ مشر محمد نعيم توخي وويل، چې د کابل ښار له پنځه مليون زيات نفوس، د اوبو ګرځولو بندونو نه شتون، د اقليم بدلون، د ککړو اوبو لپاره د غيرمعياري څاګانو اېستل، د کانالېزاسيون سيسټم نه موجوديت، د ښځلو د انبارونو موجوديت او...د کابل ښار د ځمک تلي اوبو د ککړتيا لامل کېږي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د ځمکې لاندې اوبو ساتنې او سپما په برخه کې پاملرنه وکړي.
د ځمکې لاندې اوبو له ککړتيا د خلکو اندېښنې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP