کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): د هېواد د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو ډېره برخه پر ميکروبونو او مضره کيمياوي توکو ککړه ده چې د څښاک لپاره د ګټې اخيستو وړ نه دي.
کابل ښار اوسمهال د پنځه ميليونه وګړو په درلودو سره د افغانستان له سترو ښارونو ګڼل کېږي چې ډېرى اوسېدونکي يې تر اوسه پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري.
د افغانستان د چاپېريال ساتنې اداره، تر ځمکې لاندې اوبو له ککړتيا څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي چې ياده ستونزه نه يوازې په کابل ښار کې، بلکې د هېواد په نورو سترو ښارونو کې هم موجوده ده.
د يادې ادارې د پلان مشر او د چارو کارپوه محمد کاظم همايون پژواک خبري اژانس ته وويل، د کابل له ٧٠ سلنه زياتې اوبه پر مضره کيمياوي موادو او ميکروبونو ککړې دي چې د څښاک اوبو د معياري توب له اړخه د څښاک وړ نه دي، خو خلک د مجبورۍ له امله ترې ګټه پورته کوي.
نوموړي زياته کړه، د کابل سيند اوبه د زهرو په څېر د بارانونو په پايله کې د سېلابونو راوتلو له امله د ځمکې لاندې اوبو ته نفوذ کړى چې له امله يې د ځمکې لاندې اوبه پر سرطاني موادو ککړوي.
هغه وويل: "دا ستونزه نه يوازې په کابل ښار کې، بلکې د افغانستان په نورو ښارونو لکه هرات، بلخ او ننګرهار او ان په يو شمېر کليو کې هم موجوده ده چې په کليو کې په کرنيزو ځمکو کې د کيمياوي سرې او دغه راز د مضره حشراتو د له منځه وړو لپاره له کيمياوي توکو ګټه اخيستل کېږي چې دغه کار د ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا لامل ګرځي."
د چاپېريال ساتنې ياد چارواکى دا مني چې حکومت تر اوسه په دې برخه کې چې څرنګه ناپاکې اوبه پر پاکو اوبو بدلې کړي؛ تر اوسه کوم ګام نه دى پورته کړى او تر اوسه يې يادې ستونزې د عادي مسئلې په سترګه کتلي دي.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوسمهال د حکومت تر ټولو لومړنى مسووليت له دغو ککړو اوبو خبرول دي، زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد د رسنيو او او ملا امامانو په مرسته خلکو ته له پاکو اوبو د ګټې اخيستو په اړه پوهاوى ورکړي.
د چاپېريال ساتنې د پلان ادارې مشر ګواښ وکړ، که چېرې وضعيت همدا ډول دوام ومومي نو په راتلونکو کلونو کې به د کابل اوسېدونکي کډې کولو او کډوالۍ ته اړ شي؛ ځکه په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبو د بيا پاکولو امکانات شتون نه لري.
ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د هايدرولوژۍ مشر محمد نعيم توخي وويل، چې د کابل ښار له پنځه مليون زيات نفوس، د اوبو ګرځولو بندونو نه شتون، د اقليم بدلون، د ککړو اوبو لپاره د غيرمعياري څاګانو اېستل، د کانالېزاسيون سيسټم نه موجوديت، د ښځلو د انبارونو موجوديت او...د کابل ښار د ځمک تلي اوبو د ککړتيا لامل کېږي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د ځمکې لاندې اوبو ساتنې او سپما په برخه کې پاملرنه وکړي.
د ځمکې لاندې اوبو له ککړتيا د خلکو اندېښنې
د کابل ښار د نهمې ناحيې اړوند د هودخېلو سيمې اوسېدونکي شېراحمد وويل: "پخوا به د امريکايانو يوه کمپ خپلې ککړې اوبه زموږ په سيمه کې خالي کولې، د وخت په تېرېدو سره به زموږ اوبه ورځ تر بلې خرابېدې او اوس بېخي د څښاک وړ نه دي، کله يې چې جوش کړو، پر سر يې د غوړو په څېر سر ونيسي؛ دولت هم هېڅ پاملرنه ورته نه کوي."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د اوبو پاکولو لپاره يې يو ماشين هم پېرلى، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې؛ زياته کړه چې دغه اوبه د کوچنيانو او ماشومانو د معدې درد، اسهال، اميب او نورو ناروغيو لامل ګرځي.
د کابل ښار د باغ داود سيمې اوسېدونکي شفيع الله وايي: "پخوا زموږ سيمې تر ټولو ښې اوبه درلودې، خو له هغه وروسته چې د سيمې خلکو جذبي څاګانې وکيندلې، د دغو څاګانو ککړو اوبو پر ځمک تلي اوو هم اغېز کړى او د څښاک اوبه يې خرابې کړې دي."
د کابل ښار د پنجصد فامليو سيمې اوسېدونکې ٣٥ کلنې مېرمنې سيما چې د نل له اوبو ګټه اخلي، پژواک ته وويل: "له څو مياشتو راهيسې د نلونو اوبه ډېرې خرابې شوې، کله-کله په کې خځلې هم تر سترګو کېږي، کله چې له دغو اوبو چاى کوو، د پيالې په بېخ کې يو شان مواد پاتې کېږي."
د اندراګاندي د ماشومانو روغتيايي انسټيټيوټ کې د ماشومانو داخله متخصصه زبيده صديقي وايي، ترسره شوې څېړنې ښيي چې کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبه پر مکروبونو، کيمياوي موادو او مضره باکترياو ککړې دي.
مېرمن صديقي دا په ډاګه نه کړه، چې دغه څېړنه د کومې سرچينې له لوري ترسره شوې؛ خو زياته يې کړه چې دغه مضره مواد د ځينو ناروغيو لکه نس ناستي، محرقې، اميب، د وينې کمښت او وزن کمېدو لامل کېږي، چې دغه ناروغۍ د فلج، مننجيد او د انسان د تلف کېدو لامل وګرځي.
پر دې سربېره نوموړې زياته کړه، چې په غذايي توکو او اوبو کې ککړ چنجيان کله چې د انسان د هاضمې سيسټم ته داخل شي نو د کم خونۍ او د زړه فعاليت د ګډوډۍ لامل ګرځي او انسان له منځه وړي.
هغې زياته کړه، له دې وړاندې چې کومې څېړنې ترسره شوې، د کابل ښار له مکروريانو پرته د پاتې نورو ټولو سيمو اوبه پر مضره کيمياوي توکو، مکروبونو او باکترياو ککړې دي؛ چې د انسان روغتيا ته ډېر زيان اړوي.
د ډاکټر زبيدې په وينا، له ککړو اوبو د ګټې اخيستو له امله کابل ښار کې د دا ډول ناروغيو کچه لوړه شوې ده.
هغې زياته کړه، هره ورځ د دا ډول ناروغانو شا وخوا ٤٠٠ کسان يې د هغو ناروغيو له امله چې په غذايي توکو او اوبو کې د مکروبونو له امله ناروغان شوي؛ د ماشومانو د روغتيا (صحت طفل) روغتون ته مراجعه کوي، چې دا شمېر په ټول روغتون کې زرګونه کسانو ته رسيږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي په داسې حال کې چې د ځمکې لاندې اوبو ککړتيا مني، خو وايي چې د يادې ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې روانې دي.
د دغه وزارت د هايدروجيولوژي مشر د څرګندونو پر بنسټ، د يادې ستونزې د حل په موخه؛ ټاکل شوې چې د لوګر او پنجشېر پر سيندونو د ګلبهار او شاتوت د اوبو ګرځولو بندونو د جوړولو چارې پيل شي.
دغه چارواکي دغه راز زياته کړه، چې په روان کال کې د امريکا پراختيايي ادارې په مالي مرسته د مصنوعي ريچارچ پروژه (چې د اوبو ماشينونو پر مټ بيا تصفيه او پاکې کېږي) پيليږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو په وينا، دا پروژې د اوبو د ککړتيا د مخنيوي لامل کېدى شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










