منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شمال کې نا مسووله وسله وال ډېر شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۶): د ډاياګ پروګرام مسوولين وايي چې په وروستيو دوو کلونو کې په شمال زون کې د نا مسوولو وسله والو په شمېر کې پنځه برابره ډېروالی راغلی دی.

په دغه زون کې د وسلې ټولونې ډاياګ پروسې مسوول وايي چې له دغو ډلو سره شته ټولې وسلې غير قانوني دي.

بلخوا مدني فعالان بيا امنيتي مسوولين ګرم بولي چې ولې د ناقانونه وسلو د شتون په اړه حرکت نه کوي او د نامسوولو وسله والو د غير قانوني کړنو مخه نه ډپ کوي.

په شمال زون کې د ډاياګ پروګرام مسوول جنرال عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه زون کې اوس د غير قانوني وسله والو بانډونو شمېر يوازې پخوانيو جنګي ډلو پورې محدود نه دی.

نوموړي زياته کړه چې په وروستيو دوو کلونو کې په شمال زون کې د نا مسوولو وسله والو په شمېر کې پنځه برابره ډېروالی راغلی دی.

د هغه په وينا، پخوا به د دولت د وسله والو مخالفينو تر څنګ يوازې پخوانۍ جنګي ډلې په غير مسوول وسله والو کې حسابېدې؛ خو اوس د دې ډول ډلو شمېر زيات شوی دی.

جنرال منان وويل: ((طالب چې تسليم شوی له خپلې وسلې سره په سيمه کې ګرځي، نو غير مسوول وسله وال دی، خيزش مردمي په نامه چې کوم خلک وسله وال شوي، د ناسم مديريت له امله په غير مسوولو وسله وال کې حسابېږي، سيمه ييز پوليس هم د ناسم مديريت له امله د غير مسوولو وسله والو په بانډو کې حساب وسله وال دي.))

د بلخ ولايت امنيه قوماندان پاسوال سيدکمال سادات هم په دغه ولايت کې د غير مسوولو وسله والو شتون مني.

نوموړي ډاياګ پروسې ته د شل ميله وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف ښار شاوخوا داسې زورواکي شته چې وسلې له ځان سره ګرځوي او دغه وسلې يې غير قانوني وبللې.

د بلخ مدني فعالان بيا امنيتي چارواکي ګرموي چې دوی تل د نا مسوولو وسله والو په اړه معلومات خپاره کړي، پر وړاندې يې عمل نه کوي.

مدني فعال نجيب پاڅون پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ ولايت په مرکز او ولسواليو کې کې زورواکي او پخواني جنګي جنايتکاران لا هم د خپلو غير قانونو وسلو پر مټ پر خلکو واک چلوي.

نوموړي زياته کړه چې د طالب په نامه تسليم شوي وسله وال له ځان سره په سيمو کې ډلې ډلې وسله والو ګرځوي او امنيت او د خلکو روان ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه په دغه ولايت کې د خيزش مردمي او سيمه ييزو پوليسو جوړښتونه د غټو زورواکو په ولکه کې وګڼل چې غير قانوني کړنې تر سره کوي.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات د غير مسوول وسله والو پر وړاندې د قانوني چلند کولو په تړاو وويل چې که چېرې پورته مقامات ورته امر وکړي؛ نو دی به يې مخه ډپ کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه