منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

استراليا د افغان کډوالو ماشومانو او ښځو برخه کې ٢.٢ ميليون ډالره مرسته وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦): استرالیا په افغانستان کې د کډوالو ماشومانو لپاره د یونیسف د بشري غبرګون له پروګرام سره ٢.٢ میلیونه امریکايي ډالره مرسته وکړه.

کابل کې د استراليا سفارت په  هغه خبرپاڼه کې چى نن پژواک خبرى اژانس ته رارسېدلې، ويل شوي چې  دغه مرسته د استرالیا د بهرنیو او سوداګریزو اړیکو د برخې له خوا شوې او په يو کال کې به د بېځایه شوو او راستانه شوو کډوالو ماشومانو او ښځو لپاره د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو ته د لاسرسي، پاکوالي او حفظ الصحې او ماشومانو د خوندیتوب په برخو کې و لګول شي.

دغه مرسته په داسې حال کې ده چې د سرچينې د څرګندونو له مخې، افغانستان کې ماشومان په دوامداره توګه له خوارځواکۍ سره مخ دي او دغه هېواد د بېځایه شوو او بېرته راستنېدونکو کډوالو په توګه د کډوالو ماشومانو له زیاتېدونکي شمېر سره لاس او ګریوان دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د استرالیا مرسته به ګرځنده روغتیايي ډلې تمویل کړي، ترڅو د هغو ټولنو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي کومې چې دمګړۍ ورته د شته روغتیايي مرکزونو له خوا ډیر کم یا هېڅ خدمتونه نه وړاندې کیږي.

دغه راز سرچينه ليکي چې ياده مرسته به د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) ددې جوګه کړي چې د بېځایه شوو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې خوندي تعلیمي فضا برابره کړي.

د استرالیا د بشري مرستې د اعلانولو پر مهال، په افغانستان کې د استرالیا سفیر ریچارډ فېکس ويلي: "د استرالیا بشري مرسته د تر ټولو زیانمنونکو وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو پر خوندیتوب باندې تمرکز کوي. د استرالیا دولت ویاړي چې له یونیسف سره د بېځایه شوو او بېرته راستنو شوو ماشومانو او د دوی د کورنیو د اړین خوندیتوب، روغتیا، ښوونې او روزنې په برخو کی په ګډه کار کوي."

 د استرالیا له مرستې څخه د مننې پر مهال په افغانستان کې د یونیسف استازې ادیل خضر ويلي:"موږ د دې سخاوتمندې مرستې هر کلی کوو چې په افغانستان کې تر ټولو ډېرو زیانمنونکو ماشومانو او ښځو سره چې سخت حالتونه یې ګاللې دي، د بنسټیزو خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته کوي څو د دوی روغتیا ډاډمنه شي او له زیان او ناوړه ګټې اخیستنې څخه یې خوندي کړي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال