منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۷ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې کډوال لا هم ستونزې لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۶): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوالې ادارې مشره وايي چې ننګرهار ولايت کې راستانه او بې ځايه شوي کډوال لا هم ستونزې لري.

 فاطمه عبدالله ننګرهار ته د سفر پرمهال له کورنيو بې ځايه شوو او له کډوالۍ راستانه شويو کورنيو سره ليدنې کړې او د هغوی ستونزې يې اورېدلې دي.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه د چنګاښ په ۱۱مه پژواک ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، فاطمې عبدالله ننګرهار ته د سفر پر مهال له والي ګلاب منګل سره وليدل.

د ننګرهار والي له ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه، ترڅو په دې ولایت کې له داخلي بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوالې ادارې مشرې فاطمې عبدالله وویل، په دې ولایت کې د داخلي بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره یې بېلابېلې لیدنې ترسره کړې دي .

نوموړې زیاته کړه، د دې لیدنو پر مهال ورسره د اخلي بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو د سرپناه،روغتیا او پوهنې په برخو کې د دوی ستونزې د حل په موخه شریکې کړې .

د هغې په وينا، په دې ولايت کې کډوال  لا هم  ستونزې لري  او دوى به هڅه  وکړي چې مرستندویه ادارې کډوالو سره مرستو ترسره کولو ته را جلب کړي.

مېرمن فاطمې د ننګرهار له والي د دوی  له ادارې سره د همغږۍ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال