منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

روان کال د تورخم له لارې سل زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي چې روان کال د تورخم له لارې هېواد ته شاوخوا سل زره افغانان راستانه شوي چې ګڼ شمېر یې په ننګرهار کې مېشت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ادارې له لوري په دغه ولایت کې د کډوالو نړیوال ورځ نن د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله چې په کې د مرستندویه ادارو تر څنګ ګڼ شمېر له کډوالۍ را ستنو شوو کورنیو استازو هم برخه درلوده.

د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د چنګاښ په ١٩مه له پژواک اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې تېر کال هم هېواد ته د تورخم له لارې شپږ سوه زره کډوال راستانه شوي وو، چې د هغو ډېره برخه هم په دغه ولايت کې اوسېږي.

نوموړي زياته کړه خوښ دى چې هره ورځ لسګونه کورنۍ د کډوالۍ ژوند ته د پاى ټکى ږدي او خپل هېواد ته راستنېږي.

فقيرزى وايي، د مرستندويه ادارو په مالي مرسته هره ورځ سلګونو راستنو شوو او بې ځایه شوو کورنیو سره د نغدي، خوراکي او غر خوراکي توکو مرستې ترسره کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ مرستندويه ادارې کډوالو سره د مرستې لپاره هڅو او دغه راز د کډوالو لپاره د ښه خدماتو ترسره کولو لپاره مو په تورخم او ثمرخېلو کې مسولين توظيف کړي.))

د کډوالو چارو رييس د معلوماتو له مخې، ننګرهار ته روان کال د راستنو شوو کډوالو له ډلې هغو ته چې د کډوالۍ اسناد يې درلودل، د کورنۍ هر غړي ته تر دوه سوه شل ډالرو پورې ورکړل شوي او هغوی چې اسناد نه درلودل د کرايې پيسې او يوه اندازه خوراکی او غير خوراکي توکي ورسره مرسته وشوه.

خو بلخوا هغه کورنۍ چې ننګرهار ته راستنې شوي، له دوی سره د کډوالو چارو ادارې د نه مرستې شکایت کوي.

حميدالله چې له خپلو اولادونو، وروڼو او ورېرونه سره يو ځای له پاکستانه هېواده راستون شوی وايي، له تېرو نهو مياشتو راهيسې لس کورنۍ د يوې کنډوالې په کوډلو کې اوسېږي او تر اوسه ورسره د يوې خېمې مرسته هم نه ده شوې.

هغه وويل چې په مياشت کې دوه درې ځلې کډوالو چارو رياست ته ځي خو هېڅ مرسته ورسره نه کېږي.

دی وایي، هغه اشخاص چې واسطه ولري، کار يې خلاصيږي او هغوی چې بې واسطې وي، له دروازې هم هاخوا نه پرېښودل کېږي.

د ننګرهار کډوالو چارو رييس بيا وايي، تېر کال د ډېرو کډوالو راتګ د دې لامل شوی چې په اسانۍ سره ټولو کورنيو ته مرستې نه رسول کيږي.

دی وايي چې ټولو کورنيو ته به مرستې ورسول شي؛ خو اوږده مهال ته اړتيا لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال