منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېره يوه اوونۍ کې څه باندې لس زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

 

کابل (پژواک، ٢٦ د چنګاښ ٩٦): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې څه باندې لس زره افغان کډوال له بېلابېلو ګاونډيو هېوادونو راستانه شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلي، راغلي چې لس زره او ٥٦٥ افغان کډوال چې ايران او پاکستان کې مېشت دي، په تېره يوه اوونۍ کې په داوطلبانه او نا داوطلبانه ډول خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

د سرچينې په خبره، ياده شمېره د روان کال د چنګاښ مياشتې له ١٧ تر ٢٣مې نېټې د ورېښمو پولو، اسلام کلا، سپين بولدک او تورخم نه هېواد ته را ستانه شوي چې په منځ کې يې مدرک لرونکي او بې مدرکه کسان هم شامل دي.

خبرپاڼه زياتوي چې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت سره ثبت شوې شمېرې څرګندوي چې په ياده شوې موده کې ٧٩٦٥ افغان کډوال د نيمروز د ورېښم پور له لارې، ٢٣٩١ کسان د ننګرهار د تورخم مسير، ١٩٩ کسان د کندهار سپين بولدک او يوازې لس کسان د هرات د اسلام کلا سرحد له لوري هېواد ته را ستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNCHR) نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هر اسناد لرونکي را ستنېدونکي ته ٢٠٠ امريکايي ډالر ورکوي، ددې ترڅنګ د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) هم هر راستنېدونکي ته چې کوم مدرک نه لري، د راستنېدو پرمهال له ٢٥-٣٠ امريکايي ډالر نغده مرسته ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال