مزارشريف (پژواک، ۲۷چنګاښ، ۹۶): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت ځيني سيمه ييز پوليس د نا مسوولو وسله والو تر اغېز لاندې دي.

د بلخ په شولګر، چمتال او چاربولک ولسواليو کې له تېرو څو کلونو د امنيت د ټينګښت په موخه د ملي پوليسو په چوکاټ کې د سيمه ييزو پوليسو جوړښت هم رامنځته شوی دی.

که څه هم ځلونه د سيمې اوسېدونکو د سيمه ييزو پوليسو د ناسمو او غير قانوني کړنو پر وړاندې غږ پورته کړی خو د امنيتي مسوولينو به يې پر وړاندې چوپتيا ښوده.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات پژواک ته د دې خبرې پخلی وکړ چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ستونزې شته دي.

نوموړي په سيمه ييزو پوليسو کې د پخوانيو قوماندانانو شتون د اندېښنې وړ مسئله وبلله.

سادات همداراز په ولسواليو کې سيمه ييز پوليس د غير مسوولو وسله والو تر اغېز لاندې وبلل.

بلخوا د شمال زون د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون مسوول سيدمحمد سامع پژواک ته وويل چې پوليس بايد مسلکي چلند وکړي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې عام خلک پوليسو ته د قومي، ژبني او سمتي اړيکو له امله د خپل زړه خبره ونه شي کړای نو دې ته بحران وايي.

د هغه په وينا، پوليس بايد له هر ډول اړيکو پالنې پرته د خلکو د خدمتګارانو په توګه چلند ولري.

د بلخ مدني فعالان بيا د خلکو له خوا د پوليسو د کړنو پر څارنې ټينګار کوي.

مدني فعال حيات الله جواد پژواک ته وويل، داسې جوړښتونو ته بايد وده ورکړل شي چې خلکو ته په خپلو پوليسو د څارنې اسانتيا برابره کړي.

نوموړي زياته کړه چې که پوليس د خلکو تر څارنې لاندي وي، نو پر کړنو يې مثبت اغېز ښندلی شي.

د بلخ امنيه قوماندان هم ټينګار کوي چې دوی د سيمه ييزو پوليسو تعليم او تربيې ته ډېره پاملرنه کوي.

نوموړي زياته کړه، دوی په دې هڅو کې دي سيمه ييز پوليس په دې پوه کړي چې دوی له هېڅ اړخ سره اړيکې نه لري، بايد په خپلواکه توګه خپلې چارې د ټولنې د خدمتګارانو په توګه پر مخ يوسي.