منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تګاب کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۹ کتنې

محمودراقي (پژواک ١٧ زمرى ٩٦): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي، په تګاب ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى دى.

د دې ولايت د امنيه قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماسپښين د تګاب په باباخېلو کلي کې په سيمه ييزو پوليسو چاودنه شوې او يو پوليس په کې وژل شوى دى.

ده زياته کړه، تردې په ياده سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته هم شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

د سيمې يو اوسېدونکى خيرالله بيا وايي، تر چاودنې وروسته د دواړوو خواوو ترمنځ نښته شوې او په کې څلور سيمه ييز پوليسو ټپيان شوي دي، چې وروسته کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.

د هغه په خبره، په دې نښته کې مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

په ياده سيمه کې تېره ورځ دوه ځانمرګي د خپلو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوي وو.

د امنيه قومندانۍ وياند يوسفزي دغه راز وايي چې د تګاب په ملايانو کلي کې د کورنۍ شخړې له امله دوو وروڼو جنګ کړى چې يو تن يې په ډزو وژل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه