کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٦): پاکستان کې لس زره نا ثبت شوي افغان کډوال ثبت شوي او ټاکل شوې چې تر شپږو مياشتو دغه شمېر ٧٠٠ زره تنو ته ورسېږي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لړۍ د روانې زمري مياشتې په ٢٥مه پيل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه يادو څه باندې لس زره ناثبت شويو افغان کډوالو په خيبر پښتونخوا او اسلام اباد کې خپل نومونه ثبت کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۷۰۰زره ناثبت شوي افغان کډوال د پاکستان د بېلابېلو ايالتونو په ۲۱ مرکزونو کې د دغه هېواد د "نادرا" ادارې له خوا، د افغان حکومت او کډوالۍ د نړيوال سازمان په مرسته ثبت شي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پروسه کې د افغان کډوالو د پېژندګلوۍ او له يادې پروسې د څارنې په موخه ۲۵ تنه د افغان حکومت کارکوونکي پاکستان ته استول شوي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، د دغو افغان کډوالو د ثبت لړۍ په پاکستان کې د هغوى د استوګنې د قانوني کېدو په موخه د افغانستان او پاکستان د هوکړې له مخې ترسره کېږي.
پاکستان کې پر يادو ٧٠٠زره افغان کډالو سربېره، يو عشاريه درې ميليونه ثبت شوي افغان کډوال چې د کډوالۍ سند هم لري ژوند کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










