ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان: ملګري ملتونه دې برما کې د مسلمانانو د وژلو څېړنه وکړي

افغانستان: ملګري ملتونه دې برما کې د مسلمانانو د وژلو څېړنه وکړي

author avatar
4 Sep 2017 - 17:34
افغانستان: ملګري ملتونه دې برما کې د مسلمانانو د وژلو څېړنه وکړي
author avatar
4 Sep 2017 - 17:34

کابل (پژواک، ۱٣ وږی ۹۶) : د افغانستان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې په برما کې د مسلمانانو ډله ييزه وژنه دې په ځانګړي ډول وڅېړي.

دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي چې د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان حکومت د برما د پوځيانو له لوري د دغه هېواد د روهنګیا سيمې د مسلمانو ډله ييزه وژنه په کلکو ټکو غندي.

سرچينه زياتوي چې دغه ډول کړنې د بشري حقونو خلاف او وحشيانه اعمال دي چې بايد مخه يې ونيول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې په برما کې د مسلمانانو ډله ييزه وژنه دې په ځانګړي ډول وڅېړي.

دغه راز د طالبانو د ملا رسول ډلې عالي شورا د برما پر مسلمانانو د دغه هېواد د پوځ ظلمونه غندلي دي.

د برما یا میانمار د روهنګیا سیمې مسلمانان له تېرو څو لسیزو راهیسې د دغه هېواد د بودایانو او پوځ د ظلمونو ښکار دي. په دې وروستیو کې یو ځل بیا پرې ظلمونه زیات شوي او ویل کېږي، چې په تېره یوه میاشت کې څلور سوه روهنګیایي مسلمانان وژل شوي او زرګونه کډوال شوي دي.

د طالبانو د یادې ډلې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی پر دغو مسلمانانو هر ډول ظلم او وحشت غندي او ځان ورسره په دې غم کې شریک بولي.

سرچینې زیاته کړې: ((موږ د برما د مظلومو مسلمانانو هر ډ‌ول همکارۍ ته اماده یو، زموږ زرګونه ځوانان منتظر دي چې د برما مسلمانانو مرستې ته ورشي.))

د طالبانو د ملا رسول ډلې له ټولو مسلمانو هېوادونو او په ځانګړې توګه د بنګلدېش له حکومته غوښتنه کړې  چې برما ته د تللو لپاره اجازه ورکړي.

دوی د بشري حقوقو پر مدافعینو نیوکه کړې  چې د برما پر موضوع غلي پاتې شوي دی.

حزب اسلامي افغانستان هم پژواک خبري اژانس ته په استولې خبرپاڼه کې د برما د مسلمانانو پر وړاندې د هغه هېواد جنايات او وحشيانه عام وژنه وغندله، پر اسلامي امت يې غږ وکړ چې د برما د مظلوم ولس تر څنګ ودرېږي او مرسته يې وکړي، څو له دې ظلم او عام وژنې وژغورل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.