مزارشريف (پژواک، ۸ تله، ۹۶) : په شمال کې د شاهين قول اردو مسوولين وايي چې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې به ډېر ژر هغه ټولې لويې لارې په پوره توګه خوندي شي، چې دمګړۍ په نسبي ډول ځينې ځای د ترهګرو تر ګواښ لاندې دي.

د شمال زون په ۲۰۹ شاهين قول اردو کې د تلې په ۸مه، د عاشورا په تړاو جوړ شوو مراسمو کې د دغې قول اردو لسګونو سرتېرو خپلو هغو ملګرو ته وينه ورکړه، چې له دښمن سره په جګړه کې ټپيان شوي وو.

د يادو مراسمو په څنډه کې د شاهين قول اردو د عملياتي چارو مرستيال ډګر جنرال حسن حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل، د پخوا په پرتله عملياتي ځواک پياوړی شوی دی.

نوموړي زياته کړه،په دې وروستيو کې په شمال زون کې د هوايي ځواک په پياوړي کېدو د ځمکنيو ځواکونو حوصله پورته شوې او د دښمن پر وړاندې بريالي عمليات تر سره کېږي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې يې پنځه پراخ عمليات پيل کړي چې ډېری يې په هغو سيمو کې تر سره کېږي، له کومه ځايه چې د شمال زون د لويو لارو امنيت له ګواښ سره مخ کېږي.

ډګر جنرال حيدر وويل، د دغو عملياتو په ترڅ کې به ډېر ژر د شمال زون هغه ټولې لويې لارې په پوره توګه خوندي کړای شي چې دم ګړۍ په نسبي ډول ځينې ځای د ترهګرو تر ګواښ لاندې دي.

همداراز د يادې قول اردو درستيزوال عبدالرحمان حقبين ډاډ ورکړ چې تر هغې به خپله جګړه روانه ساتي، چې دښمن يې له منځه وړی نه وي.

نوموړي زياته کړه: ((هر څوک چې له هر ځايه په هره جامه کې راغلی وي، خو چې له موږ سره جګړه کوي، زموږ خلک وژني زموږ د هېواد ملي ګټې له ګواښ سره مخ کوي. رحم پرې نه کوو.))

د شاهين قول اردو لسګونو سرتېرو د عاشور په تړاو مراسمو کې خپلو هغه سرتېرو ملګرو ته وينه ورکړه، چې له دښمن سره په جګړه کې ټپيان شوي وو.