ژبه

په پکتیا کې هم کډوالو مرسته وغوښته

ګردېز (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مخې ته یو شمېر کډوالو احتجاجي غونډه وکړه او وايي چې تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې.

دوی ژمي او سړې هوا ته اندېښمن دي او وايي چې د سرپناه او نورو اړينو اسانتياوو نه لرلو له امله په بد حالت کې دي او که پاملرنه ورته ونه شي، نو له ناسم وضعيت سره به مخ شي.

ياد کډوال په اړوند اداره پر وخت د کار نه ترسره کولو تور هم لګوي او وايي هغو کسانو ته ژر لاسرسی کېږي چې واسطه او پېژندګلوي لري.

د يادو کسانو له ډلې د مچلغو اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې له ګاونډي پاکستانه راستون شوی او سره له دې چې د کډوالۍ فورمې يې هم ډکې او اړوند رياست ته سپارلې، خو د څو کلونو په تېرېدو لا هم ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

دی وايي: ((دا څو کاله کيږي چې موږ چېکن کړی، دا فورمې يې راکړې، بيا مو اتانيز نه دی ليدلی؛ ځکه دې دفتر ته چې راشې هم چې واسطه ونه لرې، کار دې نه خلاصېږي او چې د چا واسطه وي، خپل شيان وړي.))

د يادو کسانو په ډله کې داسې کورنۍ هم شته چې پنځه کاله وړاندې هېواد ته راستانې شوې، خو وايي چې څو- څو ځلې رياست ته ورغلي، خو له تشو ژمنو پرته يې هېڅ نه دي ترلاسه کړي.

د يادې کورنۍ مشر حاجي ميراجان وايي چې په کرايه کور کې بې برخليکه پراته دي او د کډوالۍ د فورمو د اصولو له مخې نه هم پيسې ورکړل شوې او نه د کور او ځای جوړولو توکي.

ده وويل: ((همسايه پروت يم، د روپۍ درک نه راسره لګېږي، سپين ږيری يم، کار هم نشته، هېڅ چاره هم نشته دى. په يخو کوټو کې پراته يو، يوه تله لرګي نه لرو، د کور د څو مياشتو کرايه هم راباندې پاتې ده.))

تڼی يو بل اعتراض کوونکی راستون شوی کډوال دی چې د ژوند له سختو حالاتو فرياد کوي او وايي چې د ژمي اوږد او سوړ موسم ته وارخطا دی.

دی وايي چې خپل ځای لري، خو د جوړولو وس يې نشته او زياتوي: ((دا څو مياشتې کيږي همسايه يم، کله په يوه کور ننوځم، کله په بل، خپل ځای مې شته، خو د جوړولو پيسې يې نه لرم، ډېر په کړاو کې وخت تېروو. دولت او نورو ادارو تر اوسه زموږ هېڅ حال نه دی اخيستی، موږ ورته راځو، فورمې  هم لرو، خو هېڅ هم نه راکوي.))

د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس حضرت مير ځاځی د يادو اعتراض کوونکو ستونزې مني، خو وايي چې د دوی امکانات هم کم دي او ټولو ته رسېدګي نشي کولی.

ځاځي وويل چې پکتيا ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر ډېر زيات دی او د همکارو موسـسو له لاسنيوي پرته يې د ستونزو حل شونی ندی.

login or register a new account.

ورته موضوع