جلال اباد (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې (یو اېن ډي پي) په تخینکي مرسته د ۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د کارموندنې يوه ستره پروژه پيل شوه.
د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحيکم شېرزاد د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، د سلام په نوم دغه پروژه په کور دننه او بهر افغاني کاريګرو ته د کاري فرصتونو برابرولو، د کاريګرو ظرفيت لوړولو او همدا راز د غير قانوني کډوالۍ مخنيوي په برخو کې به کار کوي.
هغه زیاته کړه، دا پروژه چې پنځه کاله به دوام لري، د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ځانګړو هلو ځلو، د يو اېن ډي پي په تخنيکي همکارۍ او د فنلنډ هېواد په شپږ ميلیونه امریکایي ډالره مالي مرسته پلي کېږي .
د ننګرهار ولایت مستوفي عبدالله رقیبي د یادې پروژې پر پیلېدو خوښي وښوده او مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ښه تطبیق په برخه کې جدي پاملرنه وکړي .
هغه همدا راز فلنډ هېواد له مرستې او یو اېن ډي پي ادارې له تخنیکي همکارۍ هم مننه وکړه چې د هېواد په کچه یې د سلام پروژه له ننګرهار څخه پیل کړه .
د پروژې يوه مسوول وويل، له هېواده بهر عرب هېوادونو کې به افغان کاريګرو ته د کار زمينه برابروي؛ ځکه په وينا يې افغان حکومت له يادو هېوادونو سره د کار په برخه کې هوکړه ليکونه لري.
د ده په وينا، کاريګران د کټه ګوريو له مخې نيسي، خو لومړی شرط يې دا دی چې عمر به يې له څوارلس کلونو کم نه وي.
څو ورځې وړاندې د یادې پروژې پلي کوونکو مسوولینو د ننګرهار له والي سره د ناستې پر مهال ډاډ ورکړ چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به له کډوالۍ د راستنو شوو کورنیو ځوانانو ته په مسلکي او نورو برخو کې کاري زمینې برابرې شي.
د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مشر ډاکتر لياقت عادل د دې پروژې د پرانيستلو د هرکلي تر څنګ په رڼه ډول د هغې پر پلې کېدو ټینګار وکړ.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې پخوا هم په دې برخه کې ډېر پراخ لګښتونه شوي، خو ګټور نه دي تمام شوي؛ ځکه چې شفافيت په کې نه و.
نوموړى وړانديز کوي، که چېرې حکومت د دوى له اتحاديې سره په همغږۍ دا پروژه پر مخ بوځي، نو مستحقو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










