منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“تېرو دريو کلونو کې شا وخوا دوه مليون کډوال پخپله خوښه هېواد ته راستانه شوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٦): چارواکي له اروپايي هېوادونو څخه په زوره د زرګونه افغان کډوالو له رايستلو څخه د مخنيوي کولو خبر ورکړى او وايي، چې سږ کال په ايران او پاکستان کې ١،٢ مليون هغه افغان کډوال ثبت شوي؛ چې د اوسېدو قانوني جوازونه نه لري.

نن د کډوالو نړيواله ورځ ده، دغه ورځ نن کابل کې د د افغان چارواکو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په دغو مراسمو کې وويل، چې اوسمهال په پاکستان کې دوه مليون افغان کډوال او دغه راز په اروپايي، امريکا، اسټراليا او عربي هېوادونو کې له ١،٦ مليون زيات افغان کډوال د ژوندې شپې او ورځې تېروي.

د هغه په وينا، د تېرو دريو کلونو په موده کې شا وخوا دوه مليون کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه وويل، چې له دې ډلې سږ کال ٥٠٠ زره کسان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه زياته کړه، په زوره د افغان کډوال رايستل يوه ستره ستونزه وه، خو تېر کال د دغه وزارت چارواکو د ستونزې د حل په موخه د ايران او پاکستان هېوادونو له چارواکو سره خبرې اترې کړې او له هغوى يې غوښتي چې له کډوالو سره بايد سياسي چلند ونه کړي.

نوموړي څرګنده کړه، د يادو خبرو په پايله کې تېر کال په پاکستان کې ٥٠٠ زره او ايران کې شا وخوا ٧٠٠ زره هغه افغان کډوال چې د اوسېدو مدارک يې نه درلودل؛ ثبت شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال شا وخوا ١،٢ مليون بې مدرکه افغان کډوال په پاکستان او شا وخوا يو مليون يې په ايران کې ژوند تېروي.

دغه راز د بلخي په وينا، په وروستيو دوه کلونو کې ګومان کېده چې شا وخوا سل زره کډوال به له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو راستانه کړل شي، خو د دغو هېوادنو له چارواکو سره د خبرو په ترڅ کې په زوره د افغان کډوالو د نه راستنولو خبرې اترې شوې دي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، په دغه دوه کلنه موده کې له ١٣٠٠ زيات افغانان له اروپايي هېوادونو راستانه کړل شوي دي.

د کډوالو چارو وزير په وينا، اروپايي ټولنې په ٢٠١٧ زېږديز کال کې د افغان کډوالو د راستنولو په موخه ٨٠مليون يورو مرسته کړې او له دې جملې يې ١٢٤ مليون يورو د راتلونکي کال لپاره په پام کې نيولې ده.

هغه وويل، په تېرو دريو کلونو کې له ١،٥ مليون ډېر افغانان د نا امنيو او وچکاليو له امله د افغانستان له بېلابېلو سيمو بېځايه شوي، خو له دې جملې يې ٥٠٠ زره کسان بيرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه، په وروستيو دريو کلونو کې په دغه برخه کې تمويلوونکو له راستنېدونکو کسانو سره ٧٠٠ مليونن ډالره مرسته کړې ده.

د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې وويل، چې د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته د لاسرسي لپاره بيا ژمنه کوي او حکومت د دوى د ستونزو حل ته لومړيتوب ورکوي.

نوموړي په دغه برخه کې د تموويلو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له اړونده ادارو مننه وکړه او ويې ويل، د افغان حکومت او يادو ادارو ترمنځ د کډوالو ستونزو ته د لاسرسي په برخه کې غوره همغږي رامنځته شوې ده.

افغانستان کې د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي ټوبي لنډز په دغو مراسمو کې وويل، چې حکومت بايد د راستنېدونکو او بېځايه شوو کسانو ستونزو لاسرسي ته لومړيتوب ورکړي.

نوموړي له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې کډوالو او بېځايه شوو کورنيو سره د هستوګنې برابرولو، روغتيايي خدمتونو، ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو په برخو کې مرسته او دوى ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه راز نوموړي د نړۍ له هېوادونو هم غوښتنه وکړه، چې له کډوالو سره د بشري حقونو په چوکاټ کې چلند وکړي.

هغه وويل، چې ملګري ملتونه به په دغه برخه کې د ډېرو کلونو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال