مزارشريف (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وايي چې د ولسمشر پر ضد يې دريځ نه دى خپل کړى او زیاتوي چې هېڅکله به د چا په خاطر د خپل حکومت خلاف ونه ودرېږي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري څو ورځې مخکې د ولسمشر اشرف غني له خوا د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور د استعفا منلو او د هغه ځاى ناستې تر ټاکلو وروسته ويلي وو: ((دا يونيفورم، د جنرالۍ رتبه او خپل ټول موقف او څوکۍ له خپل محبوب رهبر عطاء محمد نور څخه ځاروم.))
هغه زياته کړې وه: ((تر هر هغو دې په ننګه ولاړ يو چې په بدن کې مو يو قطره وينه وي.))
تر يادو څرګندونو وروسته د ځينو کسانو له خوا پر رزاق قادري سختې نيوکې وشوې چې د حکومت د يوه امنيتي کارکوونکي په توګه يې دا ډول څرګندونې کړې دي.
قادري په دې اړه د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ما د ولسمشر او يا هم ارګ په خلاف دريځ نه دی خپل کړی.))
د نوموړي په وينا، په هغې شپه دوی له موضوع پوره خبر نه وو او ده مسووليت درلود چې د والي امر ومني.
خو نوموړي زياته کړه، عطامحمد نور يې شخصي ملګری دی او د همدې ملګرتيا په پاس يې وويل چې ملاتړ يې کوي او که وينه يې هم ورپه کار شي، نو ترې نه يې سپموي.
د بلخ د امنيت امر وايي، د پوليسو او له حکومتي قوانينو خبر دی، هېڅکله به د چا په خاطر د خپل حکومت پر خلاف ونه درېږي.
بلخوا د کورنيو چارو وزير ويس برمک ويلي چې پوليس بايد خپلواک، بې پلوه او له سياست څخه لرې وي.
هغه له طلوع نيوزه سره په يوه مرکه کې په ډاګه کړې چې پوليس بايد له سياست څخه ځان لرې وساتي.
نوموړي د بلخ د امنيت امر او د کندهار امنيه قوماندان لخواد عطاء محمد نور په ملاتړ څرګندونو ته په اشارې سرره وويل، چې هغوى تېروتنه کړې ده.
login or register a new account.