ژبه

تازه خبرونه
په مزارشريف کې چاودنې ١١ تنه ټپيان کړل

مزارشريف (پژواک ٩ مرغومى ٩٦): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د امنيتي ځواکونو پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوې، چې ١١ تنه په کې ټپيان شوي دي.

د امنيه قومندانۍ وياند شیر جان دراني، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماښام کابو شپږ بجې د روضې شمال لور ته د نور مارکېټ مخې ته د پوليسو پر رينجر موټر شوې ده.

خو نوموړي د دې پېښې د تلفاتو په اړه معلومات نه درلودل.

د ابوعلي سينا بلخي روغتون يوه مسوول شاکر احسان بيا پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه دوى ته ١١ ټپيان ور وړل شوي چې دوه يې پوليس او ٩ ملکي وګړي دي.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، د دې پېښې له امله رينجر موټر زيانمن شوى او ترڅنګ يې ټکسي موټر له منځه تللى دى.

login or register a new account.