محمودراقي (پژواک، ١١ مرغومى ٩٦): د کاپیسا امنيتي چارواکي وايي، ځانګړو ځواکونو په نجراب ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په پايله کې يې اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدایوب یوسفزي د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات د صفر يو ځانګړې قطعې د نجراب ولسوالۍ د افغانيه په دره کې کړي دي.
هغه زياته کړه چې عمليات د وسله والو مخالفینو د قوماندان مولوي مالک پر کور شوي چې په پايله کې يې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، د نښتې پر مهال يو ماشوم هم وژل شوى دى.
يوسفزى وايي چې وژل شوو وسله والو د نجراب په افغانیه سیمه کې فعالیت کاوه او ډېری مهال یې له سیمه ییزو پولیسو سره نښتې هم کولې.
د اغا شېرين په نوم د سیمې يوه اوسېدونکي هم ياده پېښه تاییدوي او وايي چې له تېرې يوې میاشتې راهیسې په یاده سیمه کې دوه ځلې د شپې پر مهال عملیات ترسره شوي چې په تېرو عملیاتو د وسله والو مخالفینو د قوماندان ورور وژل شوی و او اوسمهال يې يو زوی وژل شوی دی.
د حکومت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










