منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو پاسپورټونه نوي کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

تهران (پژواک، ٢ سلواغه ٦٩): په تهران کې د افغانستان سفارت وايي چې په ايران کې د مېشتو افغانانو د ٦٠٠ پاسپورټونو د نوي کولو لړۍ پيل شوې ده.

په تهران کې د افغانستان سفير نصيراحمد نور له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د دغو پاسپورټونو اقامت تقريباً د ٩٥ کال په غبرګولي مياشت کې پاى ته رسېدلى او اوسمهال د دواړو هېوادونو د کډوالو کمېټو تر منځ د شوي هوکړه ليک له مخې ټاکل شوې چې د دغو پاسپورټونو د اقامت موده وغځول شي.

هغه زياته کړه چې د دغو پاسپورټونو نه نوي کولو ځينو ادارو لکه بانکونو او تګ راتګ کې ستونزې پيدا کړې چې پر بنسټ يې ټاکل شوې په فوري ډول د پخوانيو پاسپورټونو اعتبار وغځول شي، څو د استوګنې موده يې هم وغځول شي.

هغه وويل: ((که چېرې په تمه پاتې شو چې لومړى دې دغه کډوال برېښنايي پاسپورټونه واخلي، دا موضوع په کمه موده کې عملي کېدونکې نه ده، پر دې اساس مو د ايران د کورنيو چارو وزارت د کډوالو او بهرنيو وګړو د چارو ادارې په همکارۍ دغه ځانګړې پروسه پيل کړې ده.))

په ايران کې د افغان سفارت د اطلاعيې له مخې، په تهران، قم، قزوين، سمنان او البرز ولايتونو کې د پخواني پاسپورټ لرونکي کډوال د دغو پاسپورټونو د نوي کولو لپاره کولى شي چې د پر ليکه نوبت ورکونې سيستم له لارې د دغه سفارت په ويبپاڼه کې نوبت اخيستى او د خپل پاسپورټ د نوي کولو لپاره له شنبې ورځې (د سلواغې لومړۍ نېټه) تهران ښار کې دوو مرکزونو ته مراجعه وکړي.

په ايران کې افغان سفارت د هر پاسپورت د دوه کاله مودې له نوي کولو څخه ١٩٥زره تومان (٣٠۰٠ افغانۍ) ترلاسه کوي چې کډوالو يې بايد له ورتګ وړاندې د سفارت بانکي حساب ته وسپاري.

نور هيله څرګندوي چې وبه کولى شي په يوه مياشت کې په تهران کې د مېشتو کډوالو پاسپورټونو تمدید بشپړ کړي او وروسته به د سفارت کونسلي څانګې د ايران په نورو ښارونو لکه اصفهان او شېراز کې دغه کار وکړي.

د افغان سفير په خبره، د زړو پاسپورټونو لرونکي کډوال چې استوګنه يې اوسمهال د ايراني چارواکو په همکارۍ غځول کېږي، دا پړاو دې د کار پاى نه بولي او په تدريجي ډول دې د برېښنايي پاسپورټونو د اخيستلو لپاره مراجعه وکړي.

هغه خبردارى ورکړ چې که افغان کډوالو د خپلو پاسپورټ نوي کولو موضوع ته ناپامي وکړي، احتمال لري چې د هر هغه کس د استوګنې ويزه لغوه شي چې نوى پاسپورټ نه لري، په دې صورت کې بيا فرصت نه لري چې پاسپورټ بدل کړي.

افغان سفير وويل چې هره ورځ کولى شي چې د برېښنايي پاسپورټ د غوښتونکو ٥٠٠ – ١٠٠٠ غوښتنليکونه واخلي، خو تر اوسه پورې هره ورځ له ٢٠٠ کم کسان ورته مراجعه کوي.

د يادونې ده چې په ايران کې پر ٦٠٠ زره پاسپورټ لرونکو افغانانو سربېره ٨٠٠ زره افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له لوري له چمتو شوو کارتونو سره مېشت دي، خو يو نيم ميليون نور يې له اسنادو پرته په غير قانوني ډول ژوند کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال