منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په مزارشریف کې د نا مسوولو وسله والو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۵ سلواغه ۹۶): د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي د نا مسوولو وسله والو له شتونه شکايت کوي او وايي چې په  ډېرو جنايي پېښو کې همدوى لاس لري.

د مزارشريف اوسېدونکي وايي چې په ښار کې د نا مسوولو وسله والو ګرځېدو ورسره وېره پيدا کړې ده.

د مزارشريف اوسېدونکي جمعه ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په ښار کې غير مسوول وسله وال ډېر شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((ځای ځای د هر واټ پر سړکونو وسله وال لیدل کېږي، خلک داسې فکر کوي لکه په ښار کې چې خدای مه کړه څه خبره وي.))

د هغه په وينا، حکومت دنده لري چې له دې ډول خلکو پوښتنه وکړي او د مخنيوي لپاره يې عمل وکړي.

د مزارشريف ښار د تاشقرغان بندر هټۍ وال حاجي افضل وايي، ځيني وخت داسې وسله وال په ښار کې لیدل کېږي چې فکر کوي يا داعشيان راغلي او يا هم وسله وال طالبان.

نوموړي زياته کړه: ((شخصي جامې به يې پر تن وي، له سرونو به يې دسمالونه تاو کړي وي، بوټونه به يې پس قات پښو کړي وي او ټوپکونه به ورسره وي.))

د هغه په وينا، ډېری وخت د ځينو غټو خلکو پسې په پيک اپ موټرو کې ناست وي او ځيني وخت پياده هم ليدل کېږي.

حاجي افضل وويل چې دغه ډول حالت خلک له وېرې سره مخ کوي او حکومت مسووليت لري چې مخنيوی يې وکړي.

مدني فعالان وايي، که چېرې دغه ډول وسله وال د چا د امنيت په خاطر په رسمي توګه ګومارل شوي وي؛ نو بايد په رسمي توګه تګ راتګ هم وکړي.

مدني فعال مهدي عارف پژواک ته وويل: ((کله چې په ښار کې په شخصي جامو کې په ډېر بد حالت کې وسله وال ګورم، تشويش راته پيدا شي، چې دا اوس څوک دي؟))

نوموړي زياته کړه چې که دغه ډول وسله وال د ځينو د امنيت لپاره ګومارل شوي وي نو په رسمي نظامي جامو کې دې وګرځي.

د هغه په وينا، دغه وسله وال بايد د دندې پېژندنې کارت د وسلې ګرځونې رسمي جوازپاڼه  له ځان سره ولري.

عارف ټينګار وکړ چې د غير مسوولو وسله والو په دې بڼه ګرځېدا له مزارشريف څخه شهر ناپرسان جوړ کړی دی.

نوموړي ټينګار وکړ چې حکومت بايد د دې ډول وسله والو مخنيوی وکړي.

خو د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ پژواک ته وويل چې حکومت د غير مسوولو وسله والو پر وړاندې سکوت اختيار کړی دی.

نوموړي ادعا وکړه چې په بلخ ولايت کې د ټولو غير قانوني کړنو، وژنو او جنايي پېښو  تر شا د غير مسوولو وسله والو لاس دی.

نوموړي زياته کړه چې بار بار يې د غير مسوولو وسله والو په تړاو له حکومتي او امنيتي چارواکو سره خپل معلومات او اندېښنې شريک کړي خو هغوی يې پر وړاندې غلي دي.

خو امنيتي مسوولين په بلخ ولايت کې د نا مسوولو وسله والو د شتون او په مزارشريف ښار کې د هغوی د ګرځېدو د تاييد تر څنګ وايي چې هر څه په يو وار نه کېږي.

د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې دوی د تورو شيشو لرونکو موټرو، موټرسايکل سپرو غلو او بې اسنادو موټرو پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې هڅو يې رنګ راوړی چې له امله يې ښار کې د امنيت له اړخه ډېر بدلون هم راغلی دی.

هغه د نا مسوولو وسله والو د شتون او ګرځېدو پخلی وکړ او دا يې هم وويل چې ډېری يې د وکيلانو او ځينو معتبرو شخصيتونو امنيتي ساتونکي دي چې په رسمي جامو کې ورسره نه ګرځي.

دراني وويل چې له دې پرته غير مسوول وسله وال هم شته چې خلک يې بايد په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه چې دوی د امنيت مسووليت لري او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د مزارشريف ښار امنيت ته ګواښ جوړ کړي.

د شمال زون د وسلې ټولونې پروسې مسوولين وايي چې په دغه زون کې له جنګونو وروسته تر دې دمه له دوی سره د غير مسوولو وسله والو ۵۰۰ بانډونه ثبت وو چې يوازې ۱۵۰ يې بې وسلي شوي او نور پاتې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه