منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پولیتخنیک پوهنتون یو محصل په کوهبند ولسوالۍ کې ووژل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۲ کتنې

محمودراقي (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٦): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي چې په کوهبند ولسوالۍ کې يو محصل وژل شوى دى.

د دې ولايت د امنيه قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځوان د کابل د پوليتخنيک پوهنتون د انجنيري پوهنځي محصل و، چې کور يې په کابل خو تېره ورځ خپلې سيمې ته راغلى و.

ده زياته کړه، دغه کس په خپله سيمه کوهبند کې تېره ورځ په ډزو وژل شوى دى.

د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، دغه پېښه ښايي د شخصي بدۍ له امله رامنځ ته شوې وي، ځکه د موسى په نوم د سيمې يو اوسېدونکى هم تر ترپېښې وروسته تښتېدلى دى.

دى وايي، کوهبند يوه غرنۍ سيمه ده چې زياتره وخت په کې جنايي پېښې رامنځ ته کېږي.

د اغاشېر په نوم د کوهبند يوه اوسېدونکي، پژواک ته وويل چې د کوهبند ډېرى وګړي په کابل کې دندې لري چې هره پنجشنبه خپلو سيمو ته راځي، چې تېره ورځ د همدې سيمې يو ځوان په کې ووژل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه