کابل (پژواک،٣٠ سلواغه ٩٦): پاکستان غواړي چې د افغان کډوالو د ستنېدلو لړۍ د چټکتيا په موخه له هغوى سره کېدونکې مرستې زياتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې له پاکستان څخه ستنېدونکو کډوالو سره د نفر پر سر ٤٠٠ ډالره مرسته کېده چې له امله يې ډېر زيات کډوال ستانه شول،خو تېر کال چې دا مرسته بېرته ٢٠٠ ډالرو ته ټيټه شوه؛ نو د کډوالو د ستنېدلو لړۍ هم سسته شوه.
د پاکستان ددولتي خبري اژانس ( اى پي پي) د سلواغې په ٣٠مه، خبر ورکړى چې حکومت يې له نړيوالو مرستندويه هېوادونو او ادارو سره اړيکې نيولې دي، څو له بېرته ستنېدونکو افغان کډالو سره مرستې زياتې کړي.
سرچينې زياته کړې چې د نړيوالو د مرستې په صورت کې به په خپله خوښه ستنېدونکو افغان کډوالو سره هم مرستې له ٢٠٠ څخه ٤٠٠ ډالرو ته لوړې شي چې ورسره به د ستنېدلو لړۍ هم چټکه شي.
بلخوا د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزارت ( سيفران) له افغان حکومت څخه غوښتي چې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرمختيايي پروژې پلې کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو څو مياشتو کې يې ٨٠٠ زره غير راجستر شوي افغان کډوال نوي راجستر کړي دي .
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې،اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي چې ډېرى يې راجستر شوي دي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېد قمر باجوه وړمه ورځ په جرمني کې د مونيخ نړيوال امنيتي کنفرانس ته د وينا پر مهال غوښتنه کړې وه چې ټول افغان کډوال بايد خپل هېواد ته ستانه شي.
ولسمشراشرف غني هم تېره اوونۍ ويلي وو چې له پاکستان څخه د کډوالو ستنول د حکومت په لومړيتوبونوکې دي او پلان لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې ټول افغان کډوال هېواد ته ستانه کړي.
login or register a new account.