لښکرګاه (پژواک،۷کب۹۶): د هلمند اوسېدونکو او د مدني ټولنو غړو د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د ټاپي پروژې د امنيت د ساتلو په برخه کې د همکارۍ ژمنې وکړې او له طالبانو يې هم په دغه برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
لومړۍ غونډه نن (د کب ٧مه) د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار د مدني ټولنو د همغږۍ په دفتر کې جوړه شوې وه.
د دغه دفتر مشر نظر محمد رودي وويل چې د مدني ټولنې غړي د دې ملي پروژې د امنيت د ساتلو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
هغه زياته کړه: ((موږ له طالبانو هم غواړو چې د دې پروژې د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.))
خو طالبانو تردې وړاندې د دغې پروژې د امنيت په ساتلو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د رودي په وينا، ټاپي ګټوره او لويه پروژه ده چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمينه برابريږي.
دغه راز د مدني ټولنې بل غړي عبدالحق ځواکمن وويل چې که د دې پروژې پر وړاندې ستونزې جوړې نه شي، په پلي کېدو سره به يې د امنيت د ښه کېدو ترڅنګ، افغانستان اقتصادي وده هم وکړي.
ده وويل: ((د هلمند ټول خلک د دې پروژې ملاتړ کوي، امنيت يې ساتي او له حکومت څخه غواړي چې په دغه پروژه کې د همدې سيمې ځوانان په دنده وګوماري.))
دغه راز دويمه غونډه په ګرشک ولسوالۍ کې د عامو خلکو، قومي مشرانو او دولتي مسوولينو له خوا جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د ګرشک د ټولنيزې شورا غړي معلم عبدالخالق وويل چې د هلمند ټول اوسېدونکي د دغې پروژې پلي کېدو ته سترګې په لار دي.
هغه زياته کړه: ((موږ په دې سيمه کې د ټاپي پروژې د امنيت ساتلو کلک ډاډ ورکوو، خو په بدل کې يې د دې سيمې ځوانانو ته د کار غوښتنه کوو.))
دغه راز د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي وويل چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به دې سيمه کې مثبت بدلونونه وليدل شي.
د ده په وينا، د ټاپي پروژې د امنيت د ټينګښت لپاره به دوى وروستۍ هلې ځلې وکړي.
همدارنګه د ګرشک امنيه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک وويل چې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوى د ټاپي پروژې د امنيت د ټينګښت لپاره پوره چمتووالى لري.
ده وويل: ((موږ د هغو سيمو له مشرانو سره چې دغه پروژه په کې تېريږي، خبرې کړي او هغوى ژمنې کړي چې څوک به يې پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.))
د يادونې ده چې ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه پروژه ده، چې د تېرې جمعې په ورځ يې په ترکمنستان کې چارې پاى ته ورسېدې او په افغانستان کې يې چارې پيل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










