ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکو د نوروز په جشن کې د مزارشریف د امنیت ډاډ ورکړ

چارواکو د نوروز په جشن کې د مزارشریف د امنیت ډاډ ورکړ

author avatar
6 Mar 2018 - 18:30
چارواکو د نوروز په جشن کې د مزارشریف د امنیت ډاډ ورکړ
author avatar
6 Mar 2018 - 18:30

مزارشريف (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): که څه هم د بلخ اوسېدونکي د روانو سياسي کړکېچونو له امله د امنيت له پلوه په اندېښنه کې دي، خو د دغه ولايت چارواکي وايي چې سږنی نوروزي جشن به هم د تېرو کلونو په څېر ښه ترسره شي.

د جشن د چمتووالي کمېسيون د امنيتې کمېټې مسوولين وايي، د را روان جشن د امنيت نيولو لپاره يې د تېرو کلونو په پرتله کلک او نوي امنيتي تدابير نيولي دي.

د هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز مزارشريف كې د نوروز جشن د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايتمآب جنډه پورته کېږي.

په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.

د نوروز جشن د ښې نمانځنې لپاره هر كال د بلخ ولايت د مقام له خوا يو كمېسيون جوړېږي، چې نهه كمېټې لري.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه كمېسيون كې امنيتي، فرهنګي، د ښار د پاكوالي او سينګارولو، د بيو د څارنې او كنټرول، روغتيايي او نورې كمېټې شاملې دي.

د بلخ د اطلاعاتو او كلتور رياست د دغه جشن د فرهنګي چارو د سمبالښت مسووليت لري او د جشن د لا ښه نمانځلو لپاره يې چمتووالى نيولى دى.

د بلخ د اطلاعاتو او كلتور رييس صالح محمد خليق وايي، دوى په پام كې لري چې سږني جشن کې به هم د ګډونوالو لپاره فرهنګي، هنري او ادبي پروګرامونه وړاندې کړای شي.

ده زياته كړه، د كب له ۲۹ مې به د بلخ پوهنتون په تالار او نورو بېلابېلو ځايونو كې په وړيا توګه د جشن ګډونوال د بېلابېلو سندرغاړو له سندرو خوند واخلي.

د هغه په وينا، په دغو پروګرامونو كې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو پر سندرغاړو سربېره ځينو بهرنيو سندرغاړو ته هم بلنه ورکول کېږي.

خليق زياته کړه، د ځينو فرهنګي او ادبي ناستو تر څنګ نندارتونونه هم په پام كې لري چې د هېواد بېلابېل اديبان او شاعران او انځورګران به په كې ونډه اخلي او خپل هنري اثار به وړاندې كوي.

نوموړي زياته كړه، لنډ هنري فلمونه، انځورګري او د تصويرونو نندارتون، د كتابونو نندراتون او د نوروزي خوړو نندارتونه به هم نندراې ته وړاندې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.