ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت اباد د امنيت مدير ټپي او دوه ساتونکي يې ووژل شول

د دولت اباد د امنيت مدير ټپي او دوه ساتونکي يې ووژل شول

author avatar
31 Mar 2018 - 20:11
د دولت اباد د امنيت مدير ټپي او دوه ساتونکي يې ووژل شول
author avatar
31 Mar 2018 - 20:11

مزارشريف (پژواک ١١ ورى ٩٧): د بلخ چارواکي وايي، د دولت اباد ولسوالۍ د امنيت پر مدير وسله وال بريد شوى چې نوموړى په کې ټپي او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.

د دولت اباد ولسوال محمد اکرم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت اباد د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر عبدالسميع، نن له ماسپښين وروسته له مزارشريف څخه د ولسوالۍ په لوري په رينجر موټر کې روان وو چې د بلخ ولسوالۍ په وزيراباد کې سيمه کې درې نيمې بجې د مخالفينو له کمين سره مخامخ شوى دى.

ده زياته کړه، د دواړو خواوو ترمنځ د نښتې په پايله کې د امنيت آمر سره له يوه بل ساتونکي ټپيان شوي او دوه نور ساتونکي يې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت ښه ښودل شوى دى.

يوې بلې امنيتي سرچينې بيا پژواک ته وويل چې په دې نښته کې درې کلاشينکوفونه هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.