ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال کې نا مسوول وسله وال د امنيت پر وړاندې ستره ستونزه بلل کيږي

شمال کې نا مسوول وسله وال د امنيت پر وړاندې ستره ستونزه بلل کيږي

author avatar
1 Apr 2018 - 18:41
شمال کې نا مسوول وسله وال د امنيت پر وړاندې ستره ستونزه بلل کيږي
author avatar
1 Apr 2018 - 18:41

مزارشريف (پژواک، ۱۲ وری ۹۷): د شمال زون امنيتي مسوولين د وسله والو طالبانو تر څنګ غير مسوول وسله وال هم د امنيت پر وړاندې ستره ستونزه ګڼي.

د وري په ۱۱مه د بلخ امنيه قومانداني له خوا لسګونه ميله وسلې د شمال زون وسلې ټولونې پروسې ډاياګ ته وسپارل شوې.

په دغو مراسمو کې د وسلې ټولونې پروسې مسوول بريد جنرال عبدالمنان وويل، چې په شمال زون کې يواځې د دولت وسله وال مخالفين امنيت ته ګواښ نه، بلکې نورې ډلې هم شته دي.

نوموړي زياته کړه، په شمال زون کې غير مسوولو په خپلو ګرځېدو يو ډول بې نظمي رامنځ ته کړې او له قانون څخه سرغړونه کوي؛ دوی په بې پلېټه موټرو کې په ډله ييزه بڼه له سپکو او درنو وسلو سره ګرځي او څوک يې مخه هم نه شي راګرځولى.

جنرال منان وويل: ((له پيکا او راکټونو سره به په بې پلېټه موټر کې سپاره وي، بې وسلې کول څه چې څوک يې مخې ته درېدلی هم نه شي.))

نوموړي دغه حالت د امنيت پر وړاندې ستره اندېښنه وبلله.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي هم وايي چې د ډېرو دولتي چاوراکو ساتونکو په ښار کې ګډوډي رامنځ ته کړې ده.

د محمد حنيف په نوم يوتن پژواک ته وويل، د ولسي جرګې او د ولايتي شورا د وکيلانو په ګډون په ځينو جهادي قوماندانانو پسې ډلې ډلې وسله وال په موټرو کې ګرځي.

نوموړي زياته کړه: ((په مزارشريف ښار کې داسې موټر کم نه دي، چې پيکا او راکټونه پرې نصب نه وي، خلک چې دغسې حالت ګوري، نو ضرور وېره ورسره پيدا کېږي.))

د هغه په خبره، امنيتي مسوولين مکلف دي چې د دغسې خلکو مخنيوی وکړي.

خو د بلخ ولايت امنيه قوماندان محمد اکرم سامع د وسلې ټولونې پروسې ته د وسلو سپارلو پر مهال وويل، چې دوی هڅې پيل کړې دي، چې په ښار کې د بې جوازه وسلو ګرځولو مخنيوی وکړي. دغه راز د وسلو جوازونو باندې له سره کتنه کوي.

د ده په وينا، يواځې هغو خلکو ته به د وسلې ګرځولو جواز ورکړل شي، چې د شخصي امنيت ساتنې لپاره ورته اړتيا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.