مزارشريف (پژواک، ۱۴وری ۹۷): د بلخ ديني عالمانو او څو دولتي چارواکو د کندوز پېښه کې د ملکي کسانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه وښوده.
دوى دغه څرګندونې د وري په ١٤مه مزارشريف ښار کې له يوې دينې مدرسې څخه د لسګونه طالبانو د فراغت غونډې پر مهال وکړې.
د دوی په وياړ په نيول شوې فراغت غونډه کې د ديني عالمانو تر څنګ يو شمېر دولتي چارواکو هم برخه لرله، چې د کندوز د پېښې په تړاو يې هم څرګندونې وکړې.
ديني عالم نعمت الله غونډې ته د خبرو پر مهال وويل چې د ملکي کسانو وژل که له هره اړخه وي، د زغم وړ نه دي.
نوموړي د کندوز پېښه او په هلمند کې پر ورزشکارانو شوی بريد يو ډول عمل وباله.
د هغه په وينا، په دواړو پېښو کې د جګړې د دواړو اړخونو د هدفونو تر څنګ عام خلک وژل شوي، چې دردونکی حالت يې وباله.
په غونډه کې د بلخ د حج او اوقافو رياست مسوولينو هم برخه لرله چې د کندوز پېښه کې يې د ملکي کسانو وژلو باندې اندېښنه وښوده.
د حج او اوقافو رييس مولوي محمود دانشجو وويل چې په روانه جګړه کې ډېر زيان ولس ليدلی دی.
نوموړي زياته کړه: ((هغه چادونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا په ښارونو کې کېږي او عام خلک په کې وژل کېږي، د کندوز د تېرې ورځې پېښې سره توپير نه لري.))
د ده په خبره، په دغه ډول پېښو کې ډېر زيان عام خلک ويني، چې بايد پر وړاندې يې فکر وشي.
بلخوا د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد، چې په دغې غونډه کې يې برخه لرله، په خپلې وينا کې په دې اندېښنه وښوده چې هر څوک د ولس په اړه قضاوت کوي، خو خپل ځان نه ملامتوي.
نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې هر سړی د اسلام او خلکو په اړه له خپلې زاويې يو څه وايي، خو ځان ته ګوته نه نيسي، چې پر وړاندې يې خپله څومره ملامت دی.))
هغه پر سولې ټينګار وکړ اوله دواړو اړخونو يې رښتينې سولې ته د رسېدو لپاره د هڅو غوښتنه وکړه.
تېره ورځ په کندوز کې د شوي بمبار له امله د امنيتي ځواکونو د هدفونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې عام خلک يې خپه کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










