ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: پر شاهين قول اردو د بريد سمه څېړنه نه ده شوې

مدني فعالان: پر شاهين قول اردو د بريد سمه څېړنه نه ده شوې

author avatar
21 Apr 2018 - 16:53
مدني فعالان: پر شاهين قول اردو د بريد سمه څېړنه نه ده شوې
author avatar
21 Apr 2018 - 16:53

مزار شريف (پژواک،د غويي لومړۍ نېټه،٩٧) : د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالانو پر شاهين قول اردو د شوي بريد د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.

تېر کال په همدې ورځ وسله والو په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو پر مرکزي قوماندانۍ بريد وکړ چې په ترڅ کې يې تر ١٥٠ زيات سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو شمېر نور ټپيان شوي.

د بلخ ولايت يو شمېر مدني فعالانو او د ولايتي شورا غړو د غويي په لومړۍ نېټه په مزار شريف ښار کې سره راټول شوي وو او له امنيتي ځواکونو څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ولايتي شورا وکيل محمد ابراهيم خير اندېش پر حکومت نيوکه وکړ ه چې تر اوسه يې د يادې پېښې سمه څېړنه ونه کړه او نه يې غفلت کوونکو ته سزا ورکړه.

هغه زياته کړه، تر اوسه هم خلک نه دي خبر چې دا بريد څه ډول  پلان شوى او ولې دومره زياتو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بلخ د مدني ټولنې د اتحاديې مشر حميد صفوت پژواک اژانس سره په خبرو کې د يادې پېښې د هر اړخيزو څېړنو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه،دوى له ملي ځواکونو څخه کلک ملاتړ کوي، خو حکومت بايد د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

دى وايي چې که ددې پېښې غفلت کوونکو ته سزا ورکړل شي، نو په راتلونکي کې دداډول پېښو مخنيوي سره مرسته کولى شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.