ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قوماندان د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قوماندان د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

author avatar
22 Apr 2018 - 08:46
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قوماندان د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
author avatar
22 Apr 2018 - 08:46

مزارشريف (پژواک، ٢ غويى ٩٧) د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قوماندان چې پرون په جګړه کې ټپي شوى و، په روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چهاربولک په پرونۍ جګړه کې د یادې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون درې پوليس ټپيان شوي وو.

هغه زياته کړه، امنيه قوماندان ضابط خنجر د شپې لس بجې د مزارشريف په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د دراني په وينا، په چهاربولک ولسوالۍ کې اوس هم عمليات  روان دي او په پرونۍ جګړه کې تر لسو ډېر وسله وال  طالبان وژل شوي چې د لسو مړي هم په سيمه کې پاتې دي.

دى وايي چې يو شمېر کلي هم له وسله والو طالبانو پاک شوي دي.

خو وسله وال طالبان وايي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې يې دولتي ځواکونه پر شا تمبولي او ورته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په دې نښتو کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.