منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۴ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​پاکستان کې د افغان کډوالو یو مشر له افغان حکومته د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل (پژواک، ۵ غويی ۹۷): په پاکستان کې د افغان کډوالو يو مشر له حکومته غواړي چې د بهرنيو هېوادونو او مرستندويه ادارو په ملاتړ يادو کډوالو ته په هېواد کې دننه د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي؛ ځکه پاکستان نور په خپل هېواد کې افغان کډوال نه پرېږدي.

دغه خبرې د پاکستان د کوټې د افغان کډوالو مشر تادين خان تره کي نن په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل چې پاکستان دوی ته په هېواد کې ستونزې جوړوي، څو دغه کډوال اړ شي خپل هېواد ته ولاړ شي.

دی زياتوي: "موږ له ستونزو سره مخ يو، حکومت بايد په هېواد کې دننه راستنېدونکو کډوالو ته د ژوندانه لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي، څو خپل هېواد ته راستانه شي."

هغه وايي، حکومت بايد کډوالو ته د اوسېدو نومرې ورکړي او د بهرنيو هېوادونو او موسسو په مرسته دې د څښاک د اوبو، روغتيا او روزنې اسانتياوې برابرې کړي.

د ده په وينا، تېره ورځ يې په دې اړه د حکومت د اجرائیه رياست لومړي مرستيال محمدخان ته هم خپله عريضه وړاندې کړې او ډېر ژر به په دې اړه د ملي شورا له غړو او د سرحدونو وزارت له چارواکو سر هم وګوري.

دی ادعا کوي چې په تېرو دوو درېيو کلونو کې زرګونه هغه افغان کورنۍ چې افغانستان ته راغلې وې، د ژوندانه د لومړنيو اسانتياوو د نشتوالي له امله بېرته پاکستان ته تللې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۲۵۰۰۰۰ بې کارته او نږدې ۲.۲ ميليونه هغه افغان کډوال ژوند کوي چې د کډوالۍ کارتونه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال