ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ والي: د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات د نورو وسله والو ډلو پيدا کېدو لامل شو

د بلخ والي: د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات د نورو وسله والو ډلو پيدا کېدو لامل شو

author avatar
29 Apr 2018 - 17:29
د بلخ والي: د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات د نورو وسله والو ډلو پيدا کېدو لامل شو
author avatar
29 Apr 2018 - 17:29

مزارشريف (پژواک، ٩ غويى ۹۷): د بلخ دولتي چارواکي د جهاد بریا د افغان ولس وياړ بولي، خو د غويي له اتمې وروسته د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات په هېواد کې د روان ناورين پيلامه ګڼي.

همداراز دوی هغه کسان د تاريځ لوېدلې څېرې بولي چې د جهاد په نامه يې ځانونه قدرت ته رسولي دي او مالداره شوي دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي اتمه له روسانو سره د افغانانو د جهاد د بريا ورځې په توګه په رسمي غونډه کې ونمانځله.

دغه غونډه چې د بلخ ولايت مقام په تالار کې وشوه، د عامو خلکو تر څنګ په کې دولتي چارواکو هم ګډون درلود.

د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي له خوا د بلخ د والي محمد اسحق رهګذر پيغام ولوستل شو، په پيغام کې د روسانو پر وړاندې جهاد د افغانانو اړتيا او مسووليت ګڼل شوي وو.

خوهغه زياته کړې، د جهاد له بريا وروسته د ځينو ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې، بې تجربه توب او دسيسه جوړونه د مجاهدينو پر وړاندې سترې ستونزې وګڼلې.

اسحق رهګذر په خپل پيغام کې د غويي له اتمې وروسته د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات او ستونزې په افغانستان کې د طالب، القاعدې او داعش وسله والو د پيدا کېدو لامل وګڼل.

خو په ياده نمانځنه کې د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد بيا له روسانو سره افغان جهاد د افغانانو وياړ او سترتبو یاد کړ.

نوموړي زياته کړه چې د جهاد لاسته راوړنې يو کس، ډلې، قوم او سمت پورې رالنډې نه دي، بلکې د ټول ملت وياړ دی.

هغه د خپلو خبرو په اوږدو کې هغه کسان او ډلې د تاريخ لوېدلې څېرې وګڼلې چې د جهاد وياړ د ځان ګڼي او له لارې يې ځانونه قدرت او مال ته رسولي دي.

بلخوا بيا د بلخ اوسېدونکي د غويي اوومه او اتمه دواړه ورځې د افغانستان د تاريخ شومې ورځې ګڼي.

د مزارشريف اوسېدونکي عطامحمد ساهو پژواک ته وويل: ((د غويي اوومه او اتمه زموږ د تاريځ شومې ورځې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.