ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نا مسوول وسله وال او د کمېسیون نا سم مدیریت د ټاکنو پر وړاندې جدي خنډونه دي”

“نا مسوول وسله وال او د کمېسیون نا سم مدیریت د ټاکنو پر وړاندې جدي خنډونه دي”

author avatar
30 Apr 2018 - 17:07
“نا مسوول وسله وال او د کمېسیون نا سم مدیریت د ټاکنو پر وړاندې جدي خنډونه دي”
author avatar
30 Apr 2018 - 17:07

مزارشريف (پژواک، ١٠ غويی ۹۷): د بلخ وکيلان او مدني فعالان نا امنۍ، سيمه ييز زورواکي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ناسم مديريت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې جدي خنډونه بولي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ١٠مه د پارلمان او ولايتي شورا وکيلانو او مدني فعالينو د ټاکنو په تړاو د روانې پروسې په اړه خپلې اندېښنې او مشورې د خبري ناستې له لارې له رسنيو سره شريکې کړې.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو وکيل حاجي عبدو په دې خبري ناسته کې ټاکنې د نظام اصل وګاڼه او ولس يې په پراخه توګه په ټاکنو کې برخه اخيستو ته تشويق کړ.

خو نوموړي د ټاکنو په تړاو د روانې پروسې په اړه اندېښنه درلوده چې چارې يې سمې روانې نه دي.

د هغه په وينا، د رايې ورکولو په تړاو د تذکرو د وېش پروسه په اړه عامه پوهاوي کچه د نشت برابره ده.

عبدو وړانديز وکړ چې بايد د ټاکنو خپلواک کمېسون په خپلو مديريتي چارو له سره غور وکړي.

همداراز د بلخ ولايتي شورا رئيس ډاکټر محمد افضل حديد د رايې ورکولو په موخه د تذکرو د وېش په تړاو د خلکو بې خبري او د تذکرو پر شا د ټاکنيز سټيکر لګول د ټاکنو خپلواک کمېسون ناسم مديريت وګاڼه.

نوموړي نا امنۍ لا هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ټاکنو پر وړاندې جدي ګواښ وباله او پر تذکرو د سټېکر لګېدل يې له همدې امله ستونزه وبلله چې ممکن خلک ورسره په نا امنو سيمو کې له ګواښ سره مخ شي.

خو مدني فعالينو بيا د شته ستونزو تر څنګ سيمه ييز نا مسوول وسله وال هم د ټاکنو پروسې پر وړاندې جدي ستونزه وبلله.

مدني فعال نجيب پيکان وويل، چې د ټاکنو پروسه کې بايد ټاکنو خپلواک کمېسيون او امنيتي چارواکي د زورواکو د لاسوهنې پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې په ولايتونو کې د نا مسوولو وسله والو شتون د خلکو باور پر حکومت کمزوری کړی چې له همدې امله د ټاکنو پروسه ورته هم بې باوره ښکاري.

هغه په بلخ ولايت کې د غير مسوولو وسله والو د شتون په تړاو وويل: ((همدا اوس د ښار چوکونو ته لاړ شئ، وبه وينئ چې وکيل، دولتي کس، قوماندان، محلي قوماندان د خيزش مردمي قوماندان پسې څومره وسله وال او څو ميله وسلې روانې دي، همدا وحشت او وېره پيدا کوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.