منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې ٤٢ دولتي ادارې د برېښنا لګښت نه ورکولو له امله پوروړې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

پل علم(پژواک، ۲۶غبرګولى٩٧): د لوګر د برېښنا رياست چارواکي وايي چې د ولايت د مقام او امينې قوماندانۍ په ګډون ٤٢ دولتي ادارې د برېښنا د لګښت د نه ورکولو له امله ٢٣ ميليونه افغانۍ پوروړې دي.

د لوګر د برېښنا رييس نورالدين ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت په کچه ٤٢ لويې او وړې ادارې يې د برېښنا د لګښت له پلوه پوروړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ادارو کې د ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ، څارنوالي، محکمه، ولايتي شورا، د ملي امنيت، کرنې، پوهنې، د سرحدونو، شهيدانو او معلولينو او د کليو پراختيا رياستونو ترڅنګ ځينې نورې ادارې هم له دوى څخه پوروړې دي.

هغه زياته کړه: (( د برېښنا رياست يوه تصدي ده چې د خپلو کارکوونکو امتيازات او تنخوا له خپلو عوايدو ورکوي، خو دلته ډېرو ادارو زموږ پيسې نه دي راکړي چې موږ يې له مشکل سره مخ کړي يو.))

د ستانکزي د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهيسې دغه ادارې له دوى څخه ٢٣ ميليونه افغانۍ پوروړې دي چې ډېره برخه يې د ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ پورې تړاو لري.

ده زياته کړه چې له ټولو ادارو څخه يې په وار وار په ليکلي بڼه د پيسو د تحويلولو غوښتنه کړې، خو چا دغه کار نه دى کړى.

دغه راز ستانکزي دا هم وويل چې تر يوې مياشتې وړاندې پورې يې د دولتي ادارو ترڅنګ شاوخوا دوه نيم زره کورونو او هټيو ته برېښنا ورکړې وه چې د دولتي ادارو لپاره يو کيلو واټ په ٤٥ افغانۍ او د کورونو او سوداګريزو ساحو لپاره يې په ٣٤ افغانۍ ورکړې وه.

خو دى وايي: (( کله چې له کابل څخه وارداتي برېښنا راغله اوس مو شاوخوا کليو ته ٢٤ ساعته برېښنا ورکړې چې د دولتي ادارو لپاره کيلو واټ په ١٧ افغانۍ او د کورونو لپاره بيا په شپږ نيمې افغانۍ دى.))

د يادو څرګندونو په اړه د لوګر د والي وياند شمشاد لاروى پژواک ته وويل چې د ولايت مقام ترڅنګ يو شمېر نورې ادارې هم د برېښنا له رياست څخه پوروړې دي.

هغه زياته کړه: (( موږ ورسره زور نه کوو او نه يې هم حق خورو، خو د پور ډېره برخه په مخکنيو کلونو او چارواکو پورې اړه لري.))

د لاروي په وينا، لوګر کې د برېښنا د لګښت بېه لوړه ده او ډېرى وزارتونه خپلو رياستونو ته لږ پيسې ورکوي، نو ځکه د برېښنا د لګښت له امله پوروړي کېږي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: (( د سيمه ييزو چارې ادارې موږ ته د درېيو مياشتو د برېښنا د لګښت لپاره ٣٠ زره افغانۍ راکړي، خو په دې موده کې پر موږ ٣٥٠ زره افغانۍ د برېښنا د لګښت بيل راغلى دى.))

نوموړي وايي چې ياده ستونزه په پلازمېنې کابل کې له اړوندې ادارې سره شريکه شوې او د حل لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

خو بل لورته د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې امنيه قوماندانۍ د برېښنا د لګښت له امله پور وړې نه ده.

ده زياته کړه: (( د قوماندانۍ دغه نوې ودانۍ په ١٣٩٠ کال کې جوړه شوې او له هغه راهيسې موږ خپل جنراتورونه لرو، هيڅ د برېښنا شرکت مزي دلته نه دي را تير شوي او نه يې هم موږ برېښنا لګولې ده.))

خو احمدزى وايي چې پخوانۍ امنيه قوماندانۍ، د ترافيکو، مديريت او د پوليسو لومړۍ او دويمه حوزه به د برېښنا د لګښت له پلوه پوروړي وي.

د لوګر د نورو ادارو مسوولينو د اړوندې موضوع په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د يادونې ده چې د لوګر ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ګڼې ادارې د برېښنا د لګښت د نه ورکولو له امله پوروړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه