منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دکندوز له اداري فساد سره د مبارزې سرپرست د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کندوز(پژواک،٣چنګاښ٩٧):د کندوز له اداري فساد سره د مبارزې سرپرست د پيسو په مقابل کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

د کندوز له اداري فساد سره د مبارزې سرپرست سيد مجيب الله سادات ٤٨ ورځې وړاندې د امام صاحب ولسوالۍ له بندر سيمې څخه تښتول شوى و.

د نوموړي زوى سيد اکرام د چنګاښ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلار يې پرون ماښام خوشې شوى او په خوشې کېدو کې يې حکومت هيڅ ډول همکاري نه ده کړې.

ده وويل: (( انسان تښتوونکو زما د پلار څلور ګوتې پرې کړي، پيسې مو ورکړې، پلار مو را خوشې کړ، خپل پلار د تداوى لپاره انتقالوو، حکومت زما د پلار په خلاصون کې هيڅ همکاري نه ده کړې.))

هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

دغه راز د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري هم د سيد مجيب الله سادات خوشې کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې د نوموړي په خوشې کېدو کورنۍ يې ډېرې هڅې کړې دي.

تيموري د سادات په خوشې کېدو کې د پيسو د ورکړې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونو هم په دې برخه کې همکاري کړې ده.

بل لورته د کندوز اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.

د کندوز ښار اوسېدونکي شېراغا پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي چې ډېرى يې بيا د پيسو په مقابل کې بېرته خوشې کېږي.

هغه زياته کړه: (( اختطاف دلته په تجارت بدل شوى، حکومت د اختطافچيانو مخه نه نيسي، هر کس تښتول کېږي،  بيا بېرته د پيسو په بدل کې خوشې کيږي.))

نوموړى وايي چې که په دې ولايت کې د انسان تښتونې مخه ونه نيول شي، ډېرى سوداګر به پانګونه بنده کړي.

د يادونې ده چې کندوز د افغانستان له نا امنو ولايتونو څخه دى چې په تېرو درېيو کلونو کې دوه ځلې يې سقوط کړى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه