منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د کندوز وکیل شايسته باز ناصري د خپلو خپلوانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

کندوز ښار (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): په کندوز کې يو شمېر کسان چې ځانونه په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د استازي شايسته باز ناصري نږدې خپلوان معرفي کوي، ادعا کوي چې نوموړي يې څه باندې دوه زره جريبه ځمکه غصب کړې ده.

خو بل لور ته شايسته باز ناصري بيا وايي چې د یادو کسانو دغه ادعا حقيقت نه لري او دغه ډول څرګندونې د ده پر وړاندې يوه سياسي دسيسه ده.

دغه کسان چې شمېر یې شاوخوا ١٥ کسانو ته رسېده، په کندوز ښار کې د ولايت مقام ته څېرمه د اعتراض په ډول ټول شوي وو.

د دغو کسانو له ډلې کوثر ناصري چې ځان د شايسته باز ناصري مشر ورور يادوي، وايي چې شايسته باز په خان اباد ولسوالۍ کې د ټولې کورنۍ شاوخوا دوه زره جريبه ځمکه غصب کړې ده.

هغه وايي: ((هم يې زموږ ځمکه نيولې او هم يې پر مرګ ګواښلي يو، سيمه ييز حکومت ته مو څو ځلې مراجعه وکړه، زموږ ستونزه يې حل نه کړه، له ولسمشر نه غواړو زموږ مشکل حل کړي، که چېرې دغه مشکل حل نه شي موږ ټول ځانونو ته اور اچوو.))

دغه راز د دې کسانو له ډلې يوې نجلۍ چې ځان د شايسته باز ورېره معرفي کوي، پژواک ته وويل چې شايسته باز ناصري د خپلو ټولو خويندو او وروڼو ځمکې غصب کړې دي.

دې وويل: ((د روژې په مياشت کې راغى، زموږ پنځه زره منه غنم يې په زور واخيستل، زموږ ځمکې يې خرڅې کړط، په کندوز ښار او کابل کې يې اپارتمانونه پرې اخيستې دي.))

دغه راز يوې مېرمنې چې ځان د شايسته باز ناصري خور پېژني، پژواک ته وويل: ((شايسته باز زموږ ځمکي نيولي، موږ سره زور وايي، زموږ په حق کې بې عدالتي کوي.))

همدارنګه د شکر الله ناصري په نوم يو کس چې ځان د شايسته باز ناصري وراره معرفي کوي وايي چې د شايسته باز له لوري څو ځلې دوى پر مرګ ګواښل شوي دي.

ده وويل: ((موږ د کندوز والي، امنيه قوماندانۍ او نورو ټولو ادارو ته ولاړو خو چا زموږ عريضه ځکه وانه خيسته چې د وکيل پر ضد وه، نو موږ له ولسمشر نه عدالت غواړو.))

يادو کسانو د خپلو څرګندونو په اړه کوم اسناد وړاندې نه کړل خو يواځې د هغو عريضو کاپيانې يې پژواک ته وښودې چې څارنوالۍ، د ولايت مقام او نورو ادارو ته يې کړې وې.

خو بل لور ته شايسته باز ناصري بيا وايي چې د دغو کسانو څرګندونې حقيقت نه لري، يواځې د ده پر وړاندې يوه سياسي دسيسه ده.

هغه زياته کړه: ((اول خو بايد دغه کسان تثبيت شي چې دوى زموږ وارثين دي کنه، او بله دا چې کومې ادارې ثابته کړې چې ما د دې خلکو ځکمې غصب کړې دي.))

د ناصري په وينا، د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته يې ځان نوماند کړى او دغه کسان غواړي ده ته سياسي ضربه ورکړي.

ده وويل: ((دغو کسانو دغه ښځې په کرايه نيولې، غواړي چې د خلکو پر وړاندې ما غاصب معرفي کړي.))

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د استيناف څارنوال محمد عارف مبشر پژواک ته وويل، يو شمېر کسانو دوى ته عريضه کړې چې د ولسي جرګې غړي شايسته باز ناصري يې ځمکې غصب کړې دي.

ده زياته کړه: ((موږ دغه موضوع له عريضې او نورو اسنادو سره لويې څارنوالۍ ته راجع کړې او د هداياتو غوښتونکي شوي يو، تر اوسه موږ ته کوم هدايت نه دى راکړل شوى.))

بل لور ته د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري پژواک ته وويل چې پر ياده موضوع دوى خبر نه دي.

هغه وايي: ((زموږ دروازه د ټولو پرمخ خلاصه ده، کومه موضوع چې خلک يې په اړه شکايت ولري موږ يې اړوندې ادارې ته راجع کوو.))

د يادونې ده، ډېرى مهال د ټاکنو په درشل کې له ورته ستونزو او جنجالونو څخه پردې پورته کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه