منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له جرمني ايستل شوي ١٧ افغانان کابل ته را ورسېدل

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٧): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له جرمني ايستل شوي ١٧ افغانان نن سهار کابل ته را ورسېدل.

د ياد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له جرمني ايستل شوي افغانان ټول ځوانان دي.

هغه زياته کړه چې د جرمني حکومت د دوى د پناه غوښتنليکونه رد کړي او له خپل هېواده يې ايستلي دي.

د مياخېل په وينا، د ٢٠١٨ زېږديز کال له پيله راهيسې ٣١٩ افغانان له جرمني ايستل شوي او بېرته افغانستان ته را لېږل شوي دي.

د يادونې ده، هر کال لسګونه زره افغانان په غير قانوني ډول په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونه ته ځي، خو په دې وروستيو کې له جرمني، ترکيې، سويډن او ځينو نورو هېوادونو څخه د افغانانو د ايستلو لړۍ پیل شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال