منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​سږ کال له ايران او پاکستان څخه څه دپاسه ٦٥٠ زره افغانان راستانه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٧) : د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، چې سږ کال له پاکستان او ايران څخه  څه دپاسه ٦٥٠ زره افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان ( اى او اېم) لخوا د لړم په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ٢٠١٨ زېږديز کال له پيل راهيسې له پاکستان او ايران څخه ٦٥٧ زره او ٦٥٨ تنه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې له ايران څخه ٦٣٠٢٨٣ تنه راستانه شوي، خو له پاکستان  څخه ٢٧٣٧٥ تنه افغانستان ته راغلي دي.

ددغه سازمان د معلوماتو له مخې، چې تېره اونۍ له ايران څخه ١٦٤٢٦ ته افغانان راغلي، چې ٧١٣٠ تنه يې په زوره ويستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ايران څخه تېره اونۍ له راستانه شويو دوه سلنه او له پاکستانه راغليو ٥٩ سلنه کډوالو سره مرستې شوې دي.

دداخلي بې ځايه شويو په اړه د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، چې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د وچکالۍ له امله ډېرى دا فغانستان له لويديځې حوزې څخه ٢٢٥٢٥٠ کسان بې ځاه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال