منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تخار کې د ملي اردو ١٤ سرتېري وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۹ کتنې

تالقان (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د ملي اردو ١٤ سرتېري وژل شوي دي.

د تخار  امنيه قوماندان  مل پاسوال عبدالرشيد بشير د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو سرې قطعې پرون له غرمې وروسته د خواجه غار ولسوالۍ د چارتراش په سيمه کې د ملي اردو پر يوه مرکز بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد د ملي اردو ١٤ سرتېري وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

بشير وايي چې د پوليسو په ګډون تازه امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او وسله وال طالبان يې تېښتې ته اړ کړل.

د نوموړي په وينا، په دغه کمپ کې ٥٥ سرتېري مېشت وو او که چېرې مرستندوى ځواک نه واى رسېدلى، ډېره مرګ ژوبله به اوښتې وه.

د تخار امنيه قوماندان وويل چې په دې نښته کې تر ٢٠ پورې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زياته کړه چې دا په دغه ولايت کې د طالبانو د سرې قطعې لومړى بريد و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه