کندهار (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۷): له هلمند څخه کندهار ته راغلي کډوال وايي، توپیري چلند ورسره کېږي او مرستې نه ورته رسېږي.
کندهار ته په دې وروستیو کې د بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو تر څنګ د هلمند زرګونو کورنیو پناه راوړې چې په جګړو او هوايي بریدونو کې یې کورونه ویجاړ شوي او دلته هم له کړاوه ډک ژوند تېروي.
د دغو کډوالو په استازولۍ لسګونه سپین ږیري او ځوانان نن کندهار پریس کلب ته راغلي وو څو خپل فریاد د خبریالانو له لارې تر حکومتي چارواکو ورسوي.
سپین ږیري سلیمان کاکا چې د دغو بې ځایو شوو په استازولۍ یې خبرې کولې، پژواک خبري اژانس ته وویل، د جګړو او ناامنیو له امله د هلمند له بېلابېلو ولسوالیو څخه زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي او کندهار ته راغلي چې په بد وضعیت کې ژوند کوي.
هغه زیاته کړه، کورونه مو د همدې دولت په بمباریو او د طالب په جګړو کې ویجاړ شوي، خو چارواکي د دې پر ځای چې مرسته راسره وکړي، توپیري چلند راسره کوي.
دی وايي، دغه کډوال د یوه وخت لپاره هم ډوډۍ او د څښاک اوبه نه لري، ډېر یې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې په خېمو، خرابه کورونو کې اوسېږي ان له ناوسۍ په یوه کور کې درې او څلور کورنۍ ژوند کوي.
د ده په خبره، غم دا دی چې دې خلکو ته کار هم نه موندل کېږي، ځکه خو د حکومت او مرستندویه ادارو مرستې ته اړ دي.
خو دی ګیله کوي چې مرستې د دوی په څېر د مستحقو کسانو پر ځای نور تر لاسه کوي او له دوی سره د مور میرې چلند کېږي.
دی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دوی په رښتیا مظلوم دي، باید غږ یې واورېدل شي او مرسته ورسره وشي.
د سید ولي کاکا په نوم بل بې ځایه شوي کډوال هم ویل چې مرستې نه ورسره کېږي او ډېر مهال د سروې مامورین سپکې سپورې ورته وايي.
ده پژواک اژانس ته وویل: ((مامورین د دې پر ځای چې زموږ حالت ته په کتو له موږ سره مرسته وکړي، سپکې خبرې راته کوي، مثلاً راته وايي پاک کالي دې اغوستي، لویه ږیره دې پرې ایښې، دومره لوی صورت دې دی ولې کار نه کوې او ورته نورې خبرې...))
دی وايي، دغسې نامناسب چلند یې ځوروي خو څوک یې هم غږ نه اوري.
هغه یادونه وکړه چې ډېر مهال د کډوالو ریاست ورته وايي چې د مرستې تر لاسه کولو لپاره ولایت ته عریضه وکړي خو هلته یې بیا سرتېري په یوه او بله بهانه مخنیوی کوي او ورته وايي چې عریضې بندې دي.
د دې تر څنګ دی تور لګوي چې د مرستو لپاره سروې کوونکي هم په فساد کې ښکېل دي، ځکه د مستحقو کسانو پر ځای د هغو نومونه لیکي او مرستې ورسره کوي چې دوی پټې معاملې ورسره لري.
خو دی وايي، دا مرستې د دوی حق دی او باید دوی ته ورکړل شي.
د فضل محمد کاکا په نوم یوه بل سپین ږیري هم ورته شکایت وکړ او ویې ویل چې د کډوالو په نوم راغلې مرستې هغوی تر لاسه کوي چې اصلاً مستحق نه دي.
دی وايي، کورونه یې وران شوي، نه په خپله مېنه او نه هم دلته د سرپناه ځای لري، اولادونه یې بې سرنوشته لويږي خو هیڅوک پاملرنه نه ورته کوي او ان د دوی په نوم اخیستل شوې مرستې هم نه ورته رسېږي.
نوموړی هم له حکومته غوښتنه کوي چې غږ یې واوري او مرسته ورسره وکړي.
د کډوالو دغه ستونزې مو د کندهار د کډوالو د رییس دوست محمد نایاب مخې ته کېښودې چې همدا نن یې دنده پیل کړه او چارواکو ته ور وپېژندل شو.
نایاب وویل، هڅه کوي د قانون په رڼا کې د داخلي بې ځایه شوو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
دی واي، په کندهار کې د راستنېدونکو کډوالو په پرتله د داخلي بې ځایه شوو کډوالو شمېره څو برابره لوړه ده او همدوی ډېرې مرستې او پاملرنې ته اړتیا لري.
د ده په خبره، هڅه کوي له کډوالو سره په شفافه توګه مرستې وشي، خو مهمه دا ده چې لومړی یو دقیقه احصایه وشي چې په کندهار کې څومره بې ځایه شوي کډوال ژوند کوي.
نوموړی زیاتوي، په دې توګه کولای شي له ډونرانو سره مستندې خبرې وکړي او له هغوی څخه دغو کډوالو ته مرستې جلب کړي.
تېره اوونۍ د کندهار د کډوالو چارو مخکني رییس محمد رحیم رحیمي ویلي و چې کندهار د شاوخوا ۳۰ زرو هغو کډوالو کورنیو کوربه دی چې له د دې ولایت له یو شمېر ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه یې د جګړې او په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله دلته پناه راوړې ده.
دی وايي، اړوند ریاست د مرستندویه ادارو په همکاري توانېدلي چې د ۲۰ زره ۵ سوه دغسې کډوالو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ نغدي مرستې وکړي.
د ده په وینا، د کډوالو ریاست او مرستندویه ادارو یوه ګډه ډله هره ورځ په منظمه توګه سروې کوي څو هغه کډوالۍ کورنۍ چې مستحقې وي، ومومي او مرسته ورسره وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










