لومړى تعقيب- تالقان (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د تخار د مرکز تالقانو ښار په چاودنه کې د درقد ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ولايت مقام دروازې مخې ته چاودنه وشوه.
يوې حکومتي سرچينې د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د درقد ولسوالۍ د امنيه قوماندان ډګروال عمر په موټر کې ماين ځاى پر ځاى شوى و چې د ولايت مقام مخې ته يې چاودنه کړې ده.
دغه راز د تخار د والي وياند جواد هجري پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې ډګروال عمر وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
خو هغه ونه ويل چې ټپيان ملکي وګړي او که پوليس دي؟
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
درقد د تخار تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې شاوخوا درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو د درې ورځو لپاره نيولې وه، خو اوس يې هم ډيرې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن