منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نجراب کې ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۸ کتنې

محمود (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٧) : چارواکي وايي چې د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې ٢١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په  نجراب د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالصبور ساپي د مرغومي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په سيمه کې عمليات روان دي چې د هوايي ځواکونو مرسته هم ورسره ده.

هغه زياته کړه،په دې عملياتو کې تر دې دمه ١٤ وسله وال مخالفين وژل شوي او اووه نور يې ټپيان دي او يو شمېر سيمې له وسله والو پاکې شوې دي.

بل خوا د کاپیسا د امنيه قوماندانۍ وياند سروش کوهستاني پژواک ته وویل چې عمليات په بريالي توګه روان دي او تر اوسه امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د اجمل په نوم د نجراب د افغانې درې اوسېدونکي پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو روځو راهيسې هلته عمليات روان دي او يو شمېر خلکو خپل کورونه پرېيښي دي.

هغه زياته کړه چې دولتي ځواکونو يو شمېر سيمې له وسله والو مخالفينو نيولې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه