منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخي: ايران او پاکستان له افغان کډوالو څخه په ترهګرۍ کې ګټه اخلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۷):  د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير وايي، لا هم ايران او پاکستان له افغان کډوالو د ترهګريزو پېښو ترسره کولو کې ګټه اخلي، خو دوی يې د مخنيوي لپاره پر يوې پاليسۍ کار پيل کړی دی.

وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، ايران افغان کډوال د سوريې جګړې ته لېږي او پاکستان ورته خوندي پټنځايونه ورکړي او بېرته پرې په افغانستان کې د ناامنۍ پېښې ترسره کوي.

نوموړي دا څرګندونې د مرغومي په ۱۶مه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د دغه ولايت له والي حيات الله حيات سره د يو ګډ خبري کنفرانس پر مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

هغه زياته کړه، ننګرهار ته يې په دې موخه سفر کړی چې دلته د راستنېدونکو او بې ځایه شوو کورنيو له ستونزو خبر شي او د حل په موخه يې ګامونه پورته کړي.

خو بلخي په دغه خل کې د بې ځايه شوو او بېرته راستنو شوو له ستونزو د کډوالو ستونزې مهمې وبللې او يادونه يې وکړه چې د دغو ستونزو د حل لپاره يې له بېلابېلو لارو چارو کار اخیستی دی.

هغه اندېښنه وښوده چې پاکستان او ايران اوس هم له افغان کډوالو د ترهګريزو پېښو په ترسره کولو کې ګټه اخلي چې د دې ستونزې د حل لپاره دوی پر يوې پاليسۍ کار پيل کړی دی.

د کډوالو وزير که څه هم په دې اړه معلومات نه درلودل چې د سوريې جګړې ته څومره افغانان لېږل شوي خو وايي، دغه ستونزه لا هم په بشپړه توګه نه ده حل شوې.

نوموړي زياته کړه: ((موږ په دې برخه کې جدي يو، له ايراني خوا سره اوس کومې خبرې اترې چې پيل شوې، هڅه کوو، له هغوی سره داسې هوکړه وکړو چې نور له دغه کاره لاس واخلي.))

د کډوالو وزير وايي، پاکستان هم يو شمېر افغان کډوالو ته خوندي پټنځايونه او مرکزونه ورکړي او په افغانستان کې ترې د نا امنۍ په پېښو کې کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې يو شمېر رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ايران له افغان کډوالو د سوريې په جګړه کې ګټه اخلي او هلته يې د مذهبي جګړو په نوم لېږي.

دغې موضوع د ملي شورا تر څنګ د هېوادوالو توند غبرګونونه را وپارول چې وروسته يې افغان چارواکو له ايراني چارواکو سره په دې اړه مذاکرات هم وکړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال