ژبه

په لوګر کې د ولسمشر غني د کلي له ښوونځي د ملي اردو ځواکونو پوسته جوړه کړې

پل علم (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): د ولسمشر محمد اشرف غني د اوسېدو په اصلي سیمې د لوګر د محمد اغې په سرخ اب کې د حشمت خلیل کرزي له ښوونځي د ملي اردو ځواکونو پوسته جوړه کړې چې له امله یې زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

د همدې سيمې يوه قومي مشر نجيب الله د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو ځواکونو د سرخ اب سيمې د حشمت خليل کرزي په نوم لېسه کې پوسته جوړه کړې او بل ځاى يې د ښوونځي لپاره انتخاب کړی دی.

هغه وايي: ((مکتب يې بل ځاى ته انتقال کړی دی، خو هلته زده کوونکي د جګړې له وېرې نه ورځي، ټول زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.))

د دې سيمې بل قومي مخور ګل الرحمن پژواک ته وويل چې ملي اردو يې د سيمې په لېسه کې پوسته جوړه کړې ده.

ده زياته کړه: ((ماشومان له درسونو څخه پاتې دي، څوک مکتب ته نه ځي، دا يو لوى مشکل دى.))

په ورته وخت کې د حشمت خليل کرزي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکي صابر پژواک ته وويل چې د دوی په لېسه کې پوځي اډه جوړه شوې او زده کوونکي نه ورځي.

ده وويل: ((دا څو مياشتې کېږي چې دلته يې پوسته جوړه کړې، نوى کال هم په پيلېدو دى، که چېرې دغه پوسته لرې نه کړي، بيا هم ډېر شاګردان له زده کړو څخه پاتې کېږي.))

د سرخ اب سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم دغو ډول څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.

په دې اړه د محمد اغې ولسوالۍ د پوهنې امر روح الله امين پژواک ته وويل چې له تېر کال راهيسې د ملي اردو ځواکونو د حشمت خليل کرزي په لېسه کې پوسته جوړه کړې او اوس هم په کې پراته دي.

هغه وايي: ((کله چې ملي اردو دغلته پوسته جوړه کړه، ډېری څوکۍ او مېزونه مات شوي دي، ډېر يې ورک شوي دي، دا موږ ته يو لوى جنجال دى.))

امين زياتوي چې ښوونځى د همدې سيمې بل سرته انتقال شوى خو زده کوونکي نه ورځي.

د محمد اغې د پوهنې امر وايي چې دغه موضوع يې له ولسوال او د پوهنې له رياست سره شريکه کړې او هغوی يې د حل لپاره ژمنې کړې دي.

login or register a new account.