کندوز (پژواک، ٢٩ ورى ٩٨): د کندوز ولايتي اداره وايي چې امنيتي ځواکونو د دغه ولايت په حضرت امام صاحب ولسوالۍ کې يو خپلسری وسله وال قوماندان نیولى دى.
دغه مطلب د دغه ولايت له مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى دى.
سرچينه کاږي، نن له غرمې وروسته امنیتي ځواکونو د کندوز په حضرت امام صاحب ولسوالۍ کې یو سیمه ییز خپلسری وسله وال قوماندان ارباب حمیدالله چې د خلکو ځورونو، خپلسریو، وژنو، انسان تښتونو، باج ګیریو او د قانون ماتونې په ګڼو پېښو کې ښکېل و، ونيو.
سرچينه زياتوي، ارباب حمیدالله هغه څوک دى چې نه یواځې د حضرت امام صاحب ولسوالۍ، بلکې د شاوخوا سیمو او ان کندوز په ګڼو سیمو کې يې خپلسري فعالیتونه لرل او پرله پسې يې خلکو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن