منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې جګړو سلګونه کورنۍ بېځايه کړې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۴ غويی ۹۸): د ننګرهار په خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو کې د داعش او طالب وسله والو د خپلمنځي جګړو له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې او دغه لړۍ ادامه لري.

د دغه ولايت د کډالو اداره وايي، پرون او نن نيمايي ورځ له څلور سوه ډېرې کورنۍ امن ساحو ته کډه شوې او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

په شېرزادو او خوږياڼو ولسوالۍ کې له نږدې يوې مياشتې راهيسې وخت ناوخت د وسله والو ترمنځ خپلمنځي جګړې کېږي.

په بېځايه شوو کورنيو کې ډېرو يې يوازې د پوښاک جامې او د ويده کېدو له بسترې پرته ډک کورونه پرېيښې او له حکومته د بېړنيو مرستو غوښتونکي دي.

د خوږياڼو ولسوالۍ خوارانو سيمه کې د سړک پر سر د ولسوالۍ مسوولين د راتلونکو کډوالو شمېر او راجسټر ته انتظار ولاړ دي، هره کورنۍ راجسټر کوي او د مرستې تمه ورکوي.

د خوږياڼو ولسوالۍ اجرائيه مدير کمين خان چې د دغه پلاوي مشري يې کوله، په سيمه کې پژواک اژانس ته وويل چې په نږدې يوه ساعت کې يې شاوخوا سل کورنۍ راجسټر کړې دي.

دی وايي، څو نور ټيمونه هم په بېلابېلو ساحو کې ولاړ دي او راتلونکې کورنۍ راجسټر کوي چې وروسته ورسره د ولايتي ادارې له لوري بېړنۍ مرستې وشي.

خان ناصر د شېرزادو له ترمۍ سيمې راکډه شوی، نوموړي په يو ډاډسن موټر کې د خپلې کورنۍ غړي سپاره او يو څه وسايل بار کړي وو او د کورنۍ د خوندي کېدو په موخه جلال اباد ښار ته روان و.

يو بل سپين ږيری سيد رحيم چې د خوږياڼو د نکړخېلو سيمې اوسېدونکی دی، وايي، خلکو د جګړې له وېرې کورنه پريښي دي.

هغه په خپل موټر کې يوازې د کور ځيني سامانونه بار کړي وو او ويل يې که جګړه شديده شوه ؛ نو د کورنۍ غړي به هم امن سيمو ته انتقال کړي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي وايي، د دغو کورنيو د راجسټر لړۍ يې پيل کړې او د بېړنيو مرستو لپاره هم ورته پلان جوړ شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پرون ۲۴۷ او نن تر نږدې غرمې پورې ۱۶۲ب کورنۍ چې له جګړو بې ځايه شوي دوی ثبت کړي؛ خو ارقام ځکه وروستي نه دي چې ډله ډله کورنۍ اوس هم پر لاره دي.

هغه زياته کړه، دا کورنۍ د شېرزادو له خدرخېلو، ګندمک، ترمۍ، لره غاړه او بره غاړه او دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ له مرکيخېلو، نکړخېلو، هاشم خېلو، قلغو او زاويې سيمې کډوال شوي چې د خوږيانو په شيخ مصري، سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار مربوطاتو کې مېشت شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک ته وويل، د والي په لارښوونه د بې ځايه شوو کورنيو راجسټر روان دی او ډېر ژر به ورسره بېړنۍ مرستې وشي.

هغه دا ډاډ هم ورکړ چې يادو دواړو ولسواليو کې به د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې بېرته دغو کورنيو ته د ستنېدو زمينه هم برابره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال