منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې له جګړو بېځايه شوې کورنۍ مرستې غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ۹۸): د ننګرهار خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو کې د جګړو له وېرې بې ځايه شوې کورنۍ وايي، ډک کورونه يې پرېيښي او دلته بېړنيو مرستو ته جدي اړتيا لري.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، دغو جګړو تر ۸۰۰۰ ډېرې کورنۍ کډوالې کړې چې اوس د خوږياڼو ځينو امنو سيمو، سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې مېشتې شوې دي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې چې د بې ځايه شوو سروې يې پيل شوې او دا چې کومې کورنۍ څه مرستې ته اړتيا لري، تر څرګندېدو وروسته به ورته ور ورسول شي.

زاهدالله چې د خوږياڼو له نُکړخېلو سيمې بېځايه شوی او اوس د سره رود ولسوالۍ په بګرامۍ سيمه کې مېشت شوی وايي، تر دې مهاله ورسره په دولتي کچه هېڅ مرسته نه ده شوې.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ چې راوتو نو جګړه وه، هېڅ مو له ځان سره نه دي راوړي، يوازې د تن جامې او خپل سرونه مو خوندي کړل، مرستو ته خو خامخا اړتيا لرو. بايد چې موږ سره مرستې وشي.))

د شېرزادو ولسوالۍ له خدرخېلو بې ځايه شوی او د سره رود ولسوالۍ په شيخ مصري ښارګوټي کې مېشت فريد هم ورته څرګندونې لري.

دی وايي، د خپلوانو په کور کې يې اړولي، يا دې ورته حکومت دلته د اوسېدو زمينه برابره کړي او يا دې هم هلته د عملياتو په کولو دوی ته بېرته د تګ لاره خلاصه کړي.

بلخوا د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي پژواک اژانس ته وويل، د جګړو له وېرې تر اوسه ۸زره او ۵۱۰ کورنۍ امن ساحو ته کډه شوې دي.

دی زياتوي، دغه کورنۍ د جلال اباد ښار، سره رود ولسوالۍ او د خوږياڼو په چمتلې ښارګوټي کې ځای پر ځای شوي خو ټولې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د رييس په وينا، دوی ټولو اړمنو ته د مرستو رسولو پلان لري.

رییس وايي: ((موږ د دوی سروې پيل کړې دا چې کومو ځايونو کې دوی مېشته کېږي، کومو مرستو ته اړتيا لري؛ نو د همدې اوونۍ په پای به ورته مرستې پيل شي.))

هغه زياته کړه، دا کورنۍ د شېرزادو له خدرخېلو، ګندمک، ترمۍ، لره غاړه او بره غاړه او دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ له مرکيخېلو، نکړخېلو، هاشم خېلو، قلغو او زاويې سيمې کډوال شوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک ته وويل، د والي په لارښوونه د بېځايه شوو کورنيو راجستر روان دی او ډېر ژر به ورسره بېړنۍ مرستې وشي.

هغه دا ډاډ هم ورکړ چې يادو دواړو ولسواليو کې به د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې بېرته دغو کورنيو ته د ستنېدو زمينه هم برابره شي.

د يادولو ده. د کډوالو چارو رياست د يو شمېر موسساتو په همکارۍ نږدې سلو بېځايه شوو کورنيو ته بېړنۍ مرستې هم رسولې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال