کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٨): ولسمشر غني وايي، ځاى ناستى به يې خلک ټاکي، د سولې په چوکاټ کې د کډوالو راستنېدل ملي لومړيتوب دى او د معلولينو او شهيدانو ورثې د ستونزو لپاره به کار وشي.
هغه دغه څرګندونې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په ځانګړو ليدنو کې کړې، زياته کړې يې ده چې ډېرې ژمنې يې د عملي کېدو په حال کې دي او ژر به د بدخشان د شېوې بند څخه د تولیدي برېښنا لپاره استفاده وشي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني تېر ماښام د غزني، بامیان، دایکنډي او میدان وردګ ولایتونو له استازو سره وکتل.
ولسمشر ويلي :"زموږ ډېرې ژمنې د عملي کېدو په حال کې دي او د اوبو مهارول زموږ لومړیتوب دی."
هغه داهم ویلي چې تېر قراردادیان فاسد وو او اوس فساد نه شي کولای وکړي، ځکه که فساد وکړي زندان ته به ولاړ شي.
غني زياته کړې چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به د افغانستان کرنه بنیادي تغییر وکړي او پر پوهنې او لوړو زده کړو به پانګونه وشي.
هغه ويلي چې د امنیت د تامین په برخه کې اقدامات تر لاس لاندې دي او امنیتي او دفاعي ځواکونه تر ډېره بریده په خپلو چارو کې بریالي وو.
د يو بل خبر له مخې، ولسمشر غني تېر ماښام د سولې مشورتي لویه جرګه کې د تخار او بدخشان ولایتونو له استازو سره هم کتلي او ويلي يې دي چې ژر به د بدخشان د شېوې بند څخه د تولیدي برېښنا لپاره استفاده وشي.
ده ويلي چې د امو سیند څنډې به د سیمي جالیو څخه په استفادې محکمې شي او د اوبو مدیریت زموږ لومړیتوب دی.
هغه د یادو ولایتونو له خلکو غوښتي چې مالدارۍ ته پاملرنه وکړي او هغه خنډونه چې د مالدارۍ پر وړاندې موجود دي، لرې به شي.
غني زیاته کړې:" د دې دوو ولایتونو سلګونه ښځې لوړې زده کړې لري، خو وزګارې دي او پوهنې وزارت باید په خپل سیستم کې دوی ته ځای پیدا کړي، دغه راز په بدخشان کې یو انستیتیوت ایجادیږي."
د هغه په وينا، امنیتي سکتور به په دې ولایتونو کې د کانونو د امنیت پر تامین خبرې وکړي.
ولسمشر تېره ورځ مازيګر د جګړې او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو له کورنیو، جنګي معلولیت لرونکو کسانو او د هلمند د سولې ولسي حرکت له استازو سره هم کتلي دي.
هغه په دې کتنه کې د معلولینو او د شهیدانو ورثې د حقوقو او امتیازاتو په ورکړه کې ستونزې ته په اشارې ويلي چې په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې اوس هم ستونزې شته.
ده د معلولینو او شهیدانو ورثې له استازو غوښتي چې د معلولینو او د شهیدانو ورثې د فهرست برابرولو کې دې همکاري وکړي چې پر بنسټ یې همکاري او د کوپونونو د وېش بهیر اجرا شي.
هغه د جمهوري ریاست د چارو ادارې رئیس ته لارښوونه کړې چې د دې ادارې په چوکاټ کې دې د معلولینو او د شهیدانو ورثې ستونزو ته د رسېدنې په خاطر ځانګړی سکرتریت جوړ کړي.
غني زیاته کړې:"د عدلیې وزارت په همغږۍ به کار وکړو، ترڅو د معلولینو سرتاسري او واحد فدراسیون او اتحادیه ایجاد او یو مشخص ادرس رامنځته شي."
ولسمشر تېره مازيګر په ایران، پاکستان او اروپا کې د افغان مهاجرینو له استازو سره هم کتلي او ويلي يې دي:" هیواد ته د کډوالو باعزته راستنېدل د سولې په چوکاټ کې زموږ ملي لومړیتوب دی."
هغه په دې کتنه کې زياته کړې چې هېواد ته د افغان کډوالو له راستنېدو پرته وطن تکمیل نه دی.
ولسمشر زياته کړې:" موږ د هغوی باعزته راستنېدو ته منتظر یوو. د سولې په چوکاټ کې زموږ یو ملي لومړیتوب هېواد ته د مهاجرینو باعزته راستنېدل دي."
دى وايي:"اروپایي ټولنه زموږ ستر شریک دی او پر یوه منسجم پلان کار کوو چې وتوانېږو په تدریجي ډول افغان مهاجرین وطن ته راستانه کړو."
غني د مرکزي احصایې ادارې ته لارښوونه کړې چې په ايران او پاکستان کې دې د افغان مهاجرو د پاسپورټ ستونزې ته رسېدنه وکړي.
دغه راز ولسمشر غني تېر ماښام د سولې لپاره د ښځو ملي اجماع له استازو سره کتلي او ويلي يې دي:" دا نظام د افغان ولس ميراث دی او زما ځاى ناستى ولس ټاکي."
هغه ویلی چې د افغانستان حکومت د ښځو د حقونو ساتونکى دى.
دى زياته کړې:" دا نظام د افغان ولس میراث دی او زما ځای ناستی ولس تعینوي او زموږ تمرکز باید د افغانستان اسلامي جمهوریت پر نظام وي."
غني په نظام کې د ښځو مشارک مهم بللى او زياته کړې يې ده چې نظام تداوم غواړي او د هغه په تداوم کې خپله افغانان کلیدي رول لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










